قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - ابو زکریا

صفحہ نمبر:close

external-link copy
52 : 4

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ یَّلْعَنِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ نَصِیْرًا ۟ؕ

4-52 دا هغه كسان دي چې الله پر دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه مومې info
التفاسير:

external-link copy
53 : 4

اَمْ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَاِذًا لَّا یُؤْتُوْنَ النَّاسَ نَقِیْرًا ۟ۙ

4-53 ایا د دوى لپاره په بادشاهۍ كې څه برخه شته؟ (نشته او كه وَى) نو په دغه وخت كې به دوى نورو خلقو ته نقیر (د كجورې د زړي داغ) هم نه وركوي info
التفاسير:

external-link copy
54 : 4

اَمْ یَحْسُدُوْنَ النَّاسَ عَلٰی مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اٰلَ اِبْرٰهِیْمَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَاٰتَیْنٰهُمْ مُّلْكًا عَظِیْمًا ۟

4-54 یا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړي دي، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه info
التفاسير:

external-link copy
55 : 4

فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ صَدَّ عَنْهُ ؕ— وَكَفٰی بِجَهَنَّمَ سَعِیْرًا ۟

4-55 نو له دوى نه ځینې هغه دي چې پر ده يې ایمان راوړى دى او ځینې له دوى نه هغه دي چې له ده نه يې مخ اړولى دى، او د (كافرانو لپاره) جهنم كافي دى، چې لمبې وهونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
56 : 4

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِیْهِمْ نَارًا ؕ— كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُهُمْ بَدَّلْنٰهُمْ جُلُوْدًا غَیْرَهَا لِیَذُوْقُوا الْعَذَابَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟

4-56 بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
57 : 4

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— لَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ؗ— وَّنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِیْلًا ۟

4-57 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو info
التفاسير:

external-link copy
58 : 4

اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تُؤَدُّوا الْاَمٰنٰتِ اِلٰۤی اَهْلِهَا ۙ— وَاِذَا حَكَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْكُمُوْا بِالْعَدْلِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ نِعِمَّا یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟

4-58 بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
59 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاُولِی الْاَمْرِ مِنْكُمْ ۚ— فَاِنْ تَنَازَعْتُمْ فِیْ شَیْءٍ فَرُدُّوْهُ اِلَی اللّٰهِ وَالرَّسُوْلِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟۠

4-59 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى info
التفاسير: