قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - ابو زکریا

صفحہ نمبر:close

external-link copy
55 : 16

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۫— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

16-55 د دې لپاره چې ناشكري وكړي د هغه څه چې مونږ دوى ته وركړي دي، نو تاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِمَا لَا یَعْلَمُوْنَ نَصِیْبًا مِّمَّا رَزَقْنٰهُمْ ؕ— تَاللّٰهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُوْنَ ۟

16-56 او دوى د هغه څه لپاره چې پر هېڅ نه پوهېږي؛ برخه مقرروي په هغه څه كې چې مونږ دوى ته وركړي دي، قسم دى پر الله چې خامخا له تاسو به هرومرو پوښتنه كېږي، د هغه څه په باره كې چې تاسو به دروغ تړل info
التفاسير:

external-link copy
57 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ الْبَنٰتِ سُبْحٰنَهٗ ۙ— وَلَهُمْ مَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

16-57 او دوى د الله لپاره لوڼه مقرروي، (حال دا چې) هغه (له دې نه) پاك دى، او د دوى لپاره (بيا) هغه (زامن) دي چې دوى يې خوښوي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 16

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُ ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟ۚ

16-58 او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړى شي د هغه مخ تك تور شي، په دې حال كې چې له قهره ډك وي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 16

یَتَوَارٰی مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْٓءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ ؕ— اَیُمْسِكُهٗ عَلٰی هُوْنٍ اَمْ یَدُسُّهٗ فِی التُّرَابِ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟

16-59 له خلقو څخه پټ ګرځي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړى شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، یا هغه په خاورو كې ومنډي، خبردار شئ ! بد دي هغه څه چې دوى يې فیصله كوي info
التفاسير:

external-link copy
60 : 16

لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۚ— وَلِلّٰهِ الْمَثَلُ الْاَعْلٰی ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

16-60 د هغو كسانو لپاره چې پر اخرت ایمان نه راوړي بد مثال دى او خاص د الله لپاره تر ټولو لوړ مثال دى او هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
61 : 16

وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟

16-61 او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغهٔ به د دې (ځمكې) پر سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيا به نو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي info
التفاسير:

external-link copy
62 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَتَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی ؕ— لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَاَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ ۟

16-62 او دوى د الله لپاره هغه څه ثابتوي چې (پخپله) يې بد ګڼي او د دوى ژبې دروغ بیانوي چې بېشكه د همدوى لپاره تر ټولو ښه حالت دى، حقیقت دا دى چې بېشكه د همدوى لپاره اور دى او بېشكه همدوى تر ټولو مخكې لېږدول شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
63 : 16

تَاللّٰهِ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

16-63 قسم دى پر الله! یقینًا یقینًا مونږ امتونو ته له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو، نو شیطان دوى ته د دوى عملونه ښكلي كړل، نو نن ورځ همغه د دوى دوست دى او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
64 : 16

وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ اِلَّا لِتُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِی اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ۙ— وَهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

16-64 او مونږ په تا باندې كتاب نه دى نازل كړى مګر د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (كار) ښه واضحه كړې چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او د هغه قوم د هدایت او رحمت لپاره (مو نازل كړى دي) چې ایمان لري info
التفاسير: