قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

مطففین

external-link copy
1 : 83

وَیْلٌ لِّلْمُطَفِّفِیْنَ ۟ۙ

هلاکت او تباهي ده ډنډې وهونکو ته. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 83

الَّذِیْنَ اِذَا اكْتَالُوْا عَلَی النَّاسِ یَسْتَوْفُوْنَ ۟ؗۖ

هغوی چې له خلکو څه راپيمانه کوي نو پوره یې ترې اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 83

وَاِذَا كَالُوْهُمْ اَوْ وَّزَنُوْهُمْ یُخْسِرُوْنَ ۟ؕ

او چې:نورو ته پيمانه ورکوي یا څه ورتلي نو کمی پکې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 83

اَلَا یَظُنُّ اُولٰٓىِٕكَ اَنَّهُمْ مَّبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

ایا په دې باور نه لري چې:ژوندي به راپورته کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 83

لِیَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ۙ

یوې لویې ورځې ته. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 83

یَّوْمَ یَقُوْمُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

په دې ورځ به ټول خلک د رب العالمین په وړاندې ودریږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 83

كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْفُجَّارِ لَفِیْ سِجِّیْنٍ ۟ؕ

نه هیڅکله نه:د بدکارانو عمل نامې د زندان په دفتر کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 83

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سِجِّیْنٌ ۟ؕ

د زندان دفتر تاته څه معلوم دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
9 : 83

كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ؕ

یو بشپړ لیکل شوی دفتر دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 83

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ

په هغه ورځ د درواغ ګڼونکو تباهي ده. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 83

الَّذِیْنَ یُكَذِّبُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ؕ

هغوی چې د جزا او سزا ورځ درواغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 83

وَمَا یُكَذِّبُ بِهٖۤ اِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

دا ورځ هیڅوک درواغ نه ګڼي پرته له خپلو حدودو څخه دورتیرو شوو ګناه کارانو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 83

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

کله چې پرې زمونږ ایاتونه تلاوت شي نو وایې:دا خو د پخوانیو کیسې دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 83

كَلَّا بَلْ ٚ— رَانَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

نه:هیڅکله نه:پر زړونو یې د هغوي کړنو زنګ اچولې دې. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 83

كَلَّاۤ اِنَّهُمْ عَنْ رَّبِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّمَحْجُوْبُوْنَ ۟ؕ

نه:هیڅکله نه:د خپل رب له لیدنې څخه به په دې ورځ بې برخې او په پردو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 83

ثُمَّ اِنَّهُمْ لَصَالُوا الْجَحِیْمِ ۟ؕ

او بیا مخامخا دوزخ ته ورتلونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 83

ثُمَّ یُقَالُ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ؕ

بیا به هلته ورته وویل شي چې:دا هغه څه دي چې تاسې به درواغ ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 83

كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْاَبْرَارِ لَفِیْ عِلِّیِّیْنَ ۟ؕ

نه هیڅکله نه:د نیکانو عمل نامې د لوړو مقامونو په دفتر کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 83

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا عِلِّیُّوْنَ ۟ؕ

او ته څه پوه یې چې د لوړ مقام لرونکو خلکو دفتر څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 83

كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ۙ

یو بشپړ لیکل شوی دفتر دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 83

یَّشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ

الله ته نژدې به ورته حاضریږي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 83

اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ

نیکان به په یقینې ډول د نعمتونو په خوندونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 83

عَلَی الْاَرَآىِٕكِ یَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

پر هسکو تختونو به ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 83

تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِیْمِ ۟ۚ

او په څیرو کې به یې د نعمتونو تازه والی له ورایه پيژنې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 83

یُسْقَوْنَ مِنْ رَّحِیْقٍ مَّخْتُوْمٍ ۟ۙ

په سر پټو شرابو به خړوبه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 83

خِتٰمُهٗ مِسْكٌ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكَ فَلْیَتَنَافَسِ الْمُتَنٰفِسُوْنَ ۟ؕ

دې شرابو مهر به له مشکو څخه وي.نو څوک چې د نعمتونو په لاس ته راوړولو کې ځان وړاندې کوي نو ژر دې وړاندې شي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 83

وَمِزَاجُهٗ مِنْ تَسْنِیْمٍ ۟ۙ

دا شراب د هسکې چینې له شرابو سره ګډیږي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 83

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ

هسکه چینه هغه چینه ده چې یوازې الله ته نژدې خلک ترې اوبه څښي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 83

اِنَّ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا كَانُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَضْحَكُوْنَ ۟ؗۖ

بې شکه مجرمان پرمسلمانانو خاندي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 83

وَاِذَا مَرُّوْا بِهِمْ یَتَغَامَزُوْنَ ۟ؗۖ

او چې کله پرې تیریږي نو په خپلو مینځونو کې د ملنډو خندا کوي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 83

وَاِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمُ انْقَلَبُوْا فَكِهِیْنَ ۟ؗۖ

او چې کورونو ته ځي نو خورا د خوښۍ په غرور ځي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 83

وَاِذَا رَاَوْهُمْ قَالُوْۤا اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

او چې مسلمانان وګورې نو وایې چې په رښتیا چې مسلمانانو لار ورکه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 83

وَمَاۤ اُرْسِلُوْا عَلَیْهِمْ حٰفِظِیْنَ ۟ؕ

په داسې حال کې چې:د مسلمانانو د څارنې دنده په غاړه نه ده ور اچول شوې. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 83

فَالْیَوْمَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنَ الْكُفَّارِ یَضْحَكُوْنَ ۟ۙ

نن به مسلمانان پر کافرانو خاندي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 83

عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۙ— یَنْظُرُوْنَ ۟ؕ

په هسکو تختونو به ناست ګوري. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 83

هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟۠

چې ایا کافرانو ته د هغوی د بدو کړنو پوره بدل ورکړای شو؟ info
التفاسير: