قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز

صفحہ نمبر:close

external-link copy
36 : 6

اِنَّمَا یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ یَسْمَعُوْنَ ؔؕ— وَالْمَوْتٰی یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ ثُمَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟

یوازې هغه خلک خبره مني چې د حق بلنه اورې. او الله مړي را پورته کوي او بیا د هغه په لور ور ګرځول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 6

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یُّنَزِّلَ اٰیَةً وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او هغوی وایې چې ولې پر محمد(صلی الله علیه وسلم) د خپل رب له لورې یوه معجز نه نازلیږي. ووایه الله پاک توان لري چې معجزه نازله کړي خو د هغوی ډیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 6

وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا طٰٓىِٕرٍ یَّطِیْرُ بِجَنَاحَیْهِ اِلَّاۤ اُمَمٌ اَمْثَالُكُمْ ؕ— مَا فَرَّطْنَا فِی الْكِتٰبِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ یُحْشَرُوْنَ ۟

د ځمکي ټول څاروي، او په وزرونو الوتونکي مرغان ستاسې په شان خیلونه دي. مونږ په کتاب کې هیڅ شی نیمګړی نه دی پريښی بیا به دا ټول ژوي د خپل رب په لور را ټول کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 6

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا صُمٌّ وَّبُكْمٌ فِی الظُّلُمٰتِ ؕ— مَنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یُضْلِلْهُ ؕ— وَمَنْ یَّشَاْ یَجْعَلْهُ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او چا چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي دي هغوی له حق اوریدلو نه کاڼه او له ویلو نه یې ګونګیان او په تیارو کې پراته دي. د الله پاک چې چاته خوښه شي بې لارې کوي یي او چې چاته یې خوښه شي ه سمه لار یې برابروي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 6

قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ اَوْ اَتَتْكُمُ السَّاعَةُ اَغَیْرَ اللّٰهِ تَدْعُوْنَ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

( ای محمده!) ووایه په دې مي پوه کړئ چې که چیر تاسې ته د الله عذاب او یا د قیامت ټاکلی وخت راشي نو ایا تاسې به پرته له الله نه بل څوک بلئ؟ که تاسې رښتیني یاست. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 6

بَلْ اِیَّاهُ تَدْعُوْنَ فَیَكْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُوْنَ ۟۠

بلکې په داسې وختونو کې خو تاسې یوازې یو الله رابلئ بیا نو که د هغه خوښه شي هغه څه در څخه لري کوي چې تاسې يې غوښتنه کوئ او هغه چې له الله سره یې شریک ګڼئ بالکل له یاده وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 6

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَخَذْنٰهُمْ بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

او مونږ پخوانیو امټونو ته استازي لیږلي او له سختیو او ستونزو سره مو مخ کړي وو ښايي چې هغوی عاجزۍ او زارۍ وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 6

فَلَوْلَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَلٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

نو چې کله هغوی ته زمونږ عذاب راغی ولې ې زارۍ او عاجزي ونکړه؟ عاجزي لا څه چې زړونه يې سخت او شیطان ټولې کړنې ورته ښایسته کړې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 6

فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ ۟

نو کله چې هغوی ورکړای شوی پند هیر کړ نو مونږ پرې د هر شي دروازې را خلاصې کړې. تر دې چې په ورکړو شوو نعمتونو خورا زیات خوښ شوي وو ناببره مو ونیول بیا نو هغوی مایوسي ښکاره کوونکي وو. info
التفاسير: