قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

وویل (ابراهيم): ستاسو کار (مقصد) څه دی؟ ای رالېږل شویو استازو! info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وېلې: موږ يو مجرم قوم ته لېږل شوي يو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

ترڅو پر هغوی دپخې شوې خټې تيږې و وروو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

كوم چې ستا له پالونکي سره د همغو زياتي كوونكو لپاره نښاني شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

نو له مومنانو چې څوک هلته پكې وو، هغوى مو ترې واېستل. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

خو د مسلمانانو له يو كور پرته نور مو پكې ونه موندل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

او په هغه (کلي) كې مو د دردوونکي عذاب نه د وېرېدونكو خلكو لپاره يوه (لويه) نښانه پرېښوده. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

او د موسى په قصه كې (هم نصيحت دى) كله مو چې له څرګند دليل سره فرعون ته ولېږلو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

خو فرعون په خپل ځواک سره مخ ترې واړولو او ويل يې چې كوډګر يا ليونى دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

نو موږ هغه او لښكر يې راګير او سيند كې مو واچول په داسې حال کې چې ځان یې ملامته کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

او په عاديانو كې (هم عبرت دى) هغه وخت چې يو شنډ (بې خيره) باد مو پرې راولېږلو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

په هر شي به چې راغى هغه به يې پرته له رژولو (ميده كولو) بل ډول نه پرېښودلو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

او په ثموديانو كې هم كله چې ورته وويل شول تر څه وخته (له ژونده) ګټه واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

نو د خپل پالونکي له امره يې سرغړونه وکړه نو هغوى ورته كتل چې ټكه (تندر) پرې را پرېوته. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

بيا نه پاڅېدى شول او نه غچ اخيستونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

او له دې مخکې د نوح قوم، بېشكه هغوى (هم) بې لارې خلک وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

او آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ كړى او موږ هرومرو پراخوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

او ځمكه مو فرش كړې ده نو موږ (څنګه) ښه غوړوونكي (هوارونكي) يو! info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

او له هر شي مو جوړې پيدا كړې دي چې تاسي پند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو الله ته وروتښتئ! په رېښتيا زه د هغه له خوا ستاسي لپاره ښكاره وېروونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او الله سره بل معبود مه ګرځوئ، زه دهغه له خوا تاسو ته يو ښكاره وېروونكى يم. info
التفاسير: