قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
39 : 35

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَكُمْ خَلٰٓىِٕفَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَمَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ؕ— وَلَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ اِلَّا مَقْتًا ۚ— وَلَا یَزِیْدُ الْكٰفِرِیْنَ كُفْرُهُمْ اِلَّا خَسَارًا ۟

الله همغه دى چې تاسو يې په ځمكه كې ځای ناستي ګرځولي ياست، نو چا چې کفر وکړ، كفر يې خپله پر هغه دى او كافرانو ته يې كفر د خپل رب پر وړاندې پرته له غضبه بل څه نه ور زياتوي، او كافرانو ته يې خپل كفر پرته له تاوانه بل څه نه ورزياتوي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 35

قُلْ اَرَءَیْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ۚ— اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا فَهُمْ عَلٰی بَیِّنَتٍ مِّنْهُ ۚ— بَلْ اِنْ یَّعِدُ الظّٰلِمُوْنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا اِلَّا غُرُوْرًا ۟

ورته وايه: د هغو شریکانو په اړه خبر راکړئ كوم چې تاسي له الله پرته رابولئ، را وښايئ چې هغوى د ځمكې (له شيانو) څه پيدا كړي دي؟ يا يې په آسمانونو كې څه شراكت دى؟ يا موږ هغوى ته كوم كتاب وركړى دى چې هغوى يې په څه دليل ولاړ دي؟ خو نه، په اصل كې دا ظالمان يو بل ته يوازې د دوكې ژمنې وركوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 35

اِنَّ اللّٰهَ یُمْسِكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ اَنْ تَزُوْلَا ۚ۬— وَلَىِٕنْ زَالَتَاۤ اِنْ اَمْسَكَهُمَا مِنْ اَحَدٍ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟

بې شكه الله آسمانونه او ځمكه (محكم) نيسي چې (له خپله ځايه) ونه خوځي او كه چېرې هغه دواړه بې ځايه شي نو له هغه پرته به يې هيڅوك هم ونه ساتي، په رېښتيا هغه ډېر د زغم والا بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 35

وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ لَّیَكُوْنُنَّ اَهْدٰی مِنْ اِحْدَی الْاُمَمِ ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ نَذِیْرٌ مَّا زَادَهُمْ اِلَّا نُفُوْرَا ۟ۙ

او هغوى پر الله خپلې پخې پخې لوړې وکړې چې كه څوك وېروونكى ورته راشي نو بيا به هغوى هرومرو له نورو قومونو زيات ښه لار موندونكي وي، خو كله چې هغه بيا ورته راغلو نو له کرکې يې بل څه ورزيات نه كړل. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 35

١سْتِكْبَارًا فِی الْاَرْضِ وَمَكْرَ السَّیِّئ ؕ— وَلَا یَحِیْقُ الْمَكْرُ السَّیِّئُ اِلَّا بِاَهْلِهٖ ؕ— فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا سُنَّتَ الْاَوَّلِیْنَ ۚ— فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۚ۬— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللّٰهِ تَحْوِیْلًا ۟

په ځمكه كې دلویي کولو او ناوړه دسيسو له امله، او ناوړه چلونه له خپل وړ كسانو پرته له چا راچاپېريږي، نو آيا هغوى له پخوانيو سره د شوي چلند پرته د بل څه انتظار كوي؟ نو د الله عادت لره خو به هيڅكله څه بدلون ونه مومې او نه به هيڅكله د الله عادت لره څه ګرځېدل ومومې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 35

اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَكَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعْجِزَهٗ مِنْ شَیْءٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَلِیْمًا قَدِیْرًا ۟

آيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وويني د هغو خلكو پايله څنګه وه چې له هغوى مخكې وو، حال دا چې هغوى په قوت كې لاترې زيات وو، او الله داسې نه دى چې كوم شى به يې كمزورى كړى، نه په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځواکمن دى. info
التفاسير: