قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
149 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تُطِیْعُوا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَرُدُّوْكُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ ۟

اې مومنانو كه د كافرانو اطاعت وكړئ نو بېرته به مو په پوندو وګرځوي نو بيا به زيانمن وګرځئ. info
التفاسير:

external-link copy
150 : 3

بَلِ اللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ النّٰصِرِیْنَ ۟

بلکه الله تعالی ستاسو مولا (مرستندوی) دی، او هغه غوره مرستندوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 3

سَنُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَاۤ اَشْرَكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا ۚ— وَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— وَبِئْسَ مَثْوَی الظّٰلِمِیْنَ ۟

زر به د كافرانو په زړونوكې وېره واچوو، په دې چې الله سره يې هغه څه شريك كړل چې كوم دليل يې پرې نه دى نازل كړى او هستوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو ډېر بد ځاى دى. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 3

وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّٰهُ وَعْدَهٗۤ اِذْ تَحُسُّوْنَهُمْ بِاِذْنِهٖ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَعَصَیْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَاۤ اَرٰىكُمْ مَّا تُحِبُّوْنَ ؕ— مِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الدُّنْیَا وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الْاٰخِرَةَ ۚ— ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِیَبْتَلِیَكُمْ ۚ— وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او بېشكه الله خپله وعده درسره رښتينې كړه كله مو چې هغوى د الله په اذن وژل او ځپل، تر هغه چې بې زړه شوئ او په (خپل) كار كې مو سره شخړه شوه او سرغړاوى مو وكړ، له هغه وروسته چې تاسو ته يې د خوښۍ شيان دروښودل، په تاسو كې خو هم چا دنيا غوښته او چا اّخرت، بيا يې نو ترې راوګرځولئ چې ومو ازمويي او يقيناً ستاسو له ګناه تېر شو او الله خو پر مومنانو د لورينې څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
153 : 3

اِذْ تُصْعِدُوْنَ وَلَا تَلْوٗنَ عَلٰۤی اَحَدٍ وَّالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ فِیْۤ اُخْرٰىكُمْ فَاَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِّكَیْلَا تَحْزَنُوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَاۤ اَصَابَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

كله چې په بره مو منډې وهلې او هيچاته مو بېرته نه راكتل او رسول له څټه رابللئ نو د غم د پاسه غم سزا يي دركړه تر څو په هغه څه خپه نه شئ چې له لاسه مو وتلي او نه په هغه چې در رسېدلي، او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير: