قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
73 : 9

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

ای پېغمبره! د کافرانو سره په توره جنګ وکړه، او د منافقانو سره په ژبه او دلیل ویلو سره جهاد وکړه، او دواړو ډلو سره سختي کوه؛ ځکه دوی د دې وړ دي، او د دوی ځای د قیامت په ورځ جهنم دی، او ډېر بد ځای د ورتللو دی. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 9

یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا ؕ— وَلَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا ۚ— وَمَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ ۚ— وَاِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَمَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

منافقان په دروغو سره په الله تعالی قسمونه خوري: مونږ هغه څه نه دي ویلي کوم چې تا ته رسېدلي دي تا ته د ښکنځلو کولو او ستا د دین د عیب ویلو په اړه، او خامخا په تحقیق سره دوی هغه څه چې تا ته رسېدلي ویلي یې دي چې د دوی د کفر لامل ګرځي، او کفر یې د ایمان د ښکاره کولو وروسته ښکاره کړی دی، او د هغه څه هڅه یې کړې چې د دوی وس پرې بر نه شو، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د وژلو هڅه کول وو، او د هېڅ شي انکار یې نه کولو مګر د یو شي چې باید انکار یې ونشي هغه چې الله تعالی دوی په هغه څه مالداره کړل چې الله تعالی خپل پېغمبر ته د غنیمت په ډول پېرزو کړي وو، پس که دوی له خپل منافقت څخه الله تعالی ته توبه وباسي نو دوی لپاره به ډېره ښه وي له دې چې په منافقت کې پاتې شي، او که چېرې یې الله تعالی ته له توبې ویستلو څخه مخ وګرځولو نو په دنیا کې به د وژل کېدلو او بندي کېدلو دردناک عذاب ورکړي، او په آخرت کې به په اور د سوځولو دردناک عذاب ورکړي، او د دوی به هېڅ دوست نه وي چې له عذاب څخه یې وژغوري، او نه مددګار چې عذاب ترې لرې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 9

وَمِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىِٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او ځینې منافقان هغه دي چې د الله تعالی سره یې داسې ژمنه کړې ده: که چېرې مونږ ته الله تعالی د خپل فضل څخه څه راکړل نو مونږ به په اړ خلکو باندې صدقه وکړو، او مونږ به خامخا له هغو نیکانو څخه شو چې کړنې یې سمې وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 9

فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

نو کله چې الله تعالی له خپل فضل (مال) څخه دوی ته ورکړ نو په هغو ژمنو یې وفا ونکړه کومې چې دوی د الله تعالی سره کړې وې، بلکه مالونه یې له ځانونو سره بند کړل، او هېڅ یې صدقه نکړل، او د ایمان څخه پر شا وګرځېدل. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 9

فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللّٰهَ مَا وَعَدُوْهُ وَبِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ ۟

نو د دوی سزا دا وګرځېده چې منافقت د دوی په زړونو کې د قیامت تر ورځې پورې کلک پاتې شو، ځکه چې دوی د الله تعالی ژمنه ماته کړه او دروغ یې وویل. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 9

اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟ۚ

آیا دا منافقان نه پوهېږي چې الله تعالی په هغه چلونو او دوکو چې دوی يې په خپلو غونډو کې پټ کوي ښه پوه دی؟ او دا چې الله تعالی په ټولو پټو ډېر ښه پوه دی؟ پس د دوی د اعمالو څخه هېڅ هم له الله پټ نه دي، او زر ده چې دوی ته به د دې بدله ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 9

اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

هغه کسان چې عیب وایي د خیرات کوونکو مومنانو کوم چې لږ شیان خیرات کوي، او هغه کسان چې نه مومي مګر لږ شیان چې د دوی وس وي، نو دوی ورپورې ټوکې کوي او وایي: دا خیرات یې څه ګټه لري؟ الله تعالی دوی پورې ټوکې کوي د دوی د ټوکو په بدل کې چې مومنانو پورې یې کوي، او دوی لپاره دردناک عذاب دی. info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• وجوب جهاد الكفار والمنافقين، فجهاد الكفار باليد وسائر أنواع الأسلحة الحربية، وجهاد المنافقين بالحجة واللسان.
د کافرانو او منافقانو سره د جهاد کولو وجوب، د کافرانو سره جهاد په لاس باندې او د هر ډول جنګي وسلې په مټ، او د منافقانو سره د دلیل او ژبې پر مټ. info

• المنافقون من شرّ الناس؛ لأنهم غادرون يقابلون الإحسان بالإساءة.
منافقان بد ترین خلک دي؛ ځکه چې دوی دوکه ماران دي، د نیکیو په بدل کې بدي کوي. info

• في الآيات دلالة على أن نقض العهد وإخلاف الوعد يورث النفاق، فيجب على المسلم أن يبالغ في الاحتراز عنه.
په آیتونو کې دلالت په دې خبره دی چې د ژمنو ماتول او د وعدو مخالفت کول منافقت زېږوي، نو مسلمان باندې واجب دي چې په ټینګار سره ترې ځان وساتي. info

• في الآيات ثناء على قوة البدن والعمل، وأنها تقوم مقام المال، وهذا أصل عظيم في اعتبار أصول الثروة العامة والتنويه بشأن العامل.
په آیتونو کې د تن په ځواک او کار کولو ستاینه شوې ده، او دا چې دا د مال ځای نیسي، او دا ستر اصل دی په دې خبره چې عامه شتمنتي معتبره ده او دکار کولو ستاینه ده. info