قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
32 : 5

مِنْ اَجْلِ ذٰلِكَ ؔۛۚ— كَتَبْنَا عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَنَّهٗ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَیْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِی الْاَرْضِ فَكَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَمَنْ اَحْیَاهَا فَكَاَنَّمَاۤ اَحْیَا النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَیِّنٰتِ ؗ— ثُمَّ اِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ فِی الْاَرْضِ لَمُسْرِفُوْنَ ۟

د وجې د قتل کولو د قابیل خپل ورور لره مونږه خبر کړه بنی اسرایل چې بیشکه چا چې قتل کړو یو نفس لره پغیر د څه وجې نه چې یا قصاص وي او یا په ځمکه کې فساد کول وي په کفر او یا لوټ کولو د لارې سره، نو لکه ده چې ټول خلک وژلي وي؛ ځکه چې د ده په نیز د یو بې ګناه او ګناهګار ترمنځ فرق نشته. او چاچې ځان وساته د وژلو د یو نفس نه چې الله تعالی یې وژل حرام کړي وي دا يې عقیده وي چې د ده وژل حرام دي او مړ يې نه کړ؛ نو داسې ده لکه ده چې ټول خلک بچ کړي وي؛ ځکه چې د ده په دې کار کې د ټولو خلکو ژغورل دي، او بیشکه راغلی وو پیغمبران زمونږ بنی اسرائیلو ته په غټو او ښکاره دلیلونو سره، او سره لدې نه بیا هم ډیر د دوی څخه تیریدونکي وو د الله تعالی د پولو څخه په کولو د ګناهونو سره، او په مخالفت د خپلو پیغمبرانو سره. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 5

اِنَّمَا جَزٰٓؤُا الَّذِیْنَ یُحَارِبُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَیَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا اَنْ یُّقَتَّلُوْۤا اَوْ یُصَلَّبُوْۤا اَوْ تُقَطَّعَ اَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ مِّنْ خِلَافٍ اَوْ یُنْفَوْا مِنَ الْاَرْضِ ؕ— ذٰلِكَ لَهُمْ خِزْیٌ فِی الدُّنْیَا وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ

نه ده سزا د هغه کسانو چې جنګ کوي د الله تعالی او د هغه له پیغمبر سره، او په ښکاره سره د هغه مقابله کوي په دښمنۍ او فساد کولو سره په ځمکه کې په وژلو او په اخیستلو د مالونو او په پریکولو (لوټ کولو) د لارې؛ مګر دا چې ودې وژلی شي پغیر د دار (پانسي) کولو نه، او یا دې ووژلی شي سره د دار (پانسي) کولو نه په لرګي یا بل شي باندې، او یا دې پریکړی شي لاس د یو کس د دوی نه ښي لاس سره د کیڼې (چپې) پښې نه، نو که بیا یې هم دا کار وکړ نو بیا دې یې کیڼ (چپ) لاس او ښي پښه پریکړی شي، او یا دې وشړل شي په ښارونو کې، دا سزا د دوی لپاره په دنیا کې شرمندګي ده، او ددوی لپاره به په اخرت کې لوی عذاب وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 5

اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهِمْ ۚ— فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

مګر هغه کسان چې توبه يې ویستلي وي د دې جګړه کوونکو څخه مخکې له دې چې ستاسو پرې وسه بر شي (تاسو پرې قادر شئ) –ای واکدارانو-، نو پوهه شئ چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی دوی ته وروسته له توبې څخه، مهربانه دی په دوی باندې، او د هغه د رحمت څخه دا دی چې د دوی څخه یې عذاب لرې کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ وَجَاهِدُوْا فِیْ سَبِیْلِهٖ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او د هغه څخه نزدیکت طلب کړئ په اداد کولو د هغه څه چې تاسو ته يې پرې امر کړی، او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړي یاست، او جهاد وکړئ د کافرانو سره لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی؛ د دې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه څه چې تاسو یې غواړئ، او بچ شئ د هغه څه نه چې تاسو ترې ویریږئ کله چې تاسو دغه کار وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 5

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لِیَفْتَدُوْا بِهٖ مِنْ عَذَابِ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، که چېرې د هغوی هر يوه ته فرض کړو چې د ځمکې د ټولو شيانو او هغو ته ورته په اندازه شيان وي او هغوی يې د قيامت په ورځ د الله له عذاب څخه د خلاصون په موخه وړاندې کړي؛ نو دغه فديه به ترې ونه منل شي او هغوی لره به دردوونکې سزا وي.
info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• حرمة النفس البشرية، وأن من صانها وأحياها فكأنما فعل ذلك بجميع البشر، وأن من أتلف نفسًا بشرية أو آذاها من غير حق فكأنما فعل ذلك بالناس جميعًا.
د بشری نفس (بنی ادم) حرمت او عزت، او چاچې وساته دې لره او بچ یې کړ لکه ده چې د ټولو بني ادمو سره داسې کړي وي، او چاچې هلاک او ضایع کړ یو بنی ادم او یا یې ورته تکلیف ورساوه په ناحقه سره نو لکه ده چې د ټولو خکلو سره داسې کړي وي. info

• عقوبة الذين يحاربون الله ورسوله ممن يفسدون بالقتل وانتهاب الأموال وقطع الطرق هي: القتل بلا صلب، أو مع الصلب، أو قطع الأطرف من خلاف، أو بتغريبهم من البلاد؛ وهذا على حسب ما صدر منهم.
د هغو کسانو سزا چې له الله او رسول سره يې جګړه کوي، په وژنه، مالونو اخېستلو، او لار شکونې سره ورانکاری کوي، سزا يې پرته له را ځړولو او يا سره له ځړولو او بېلابېلو اړخونو پرېکولو وژل او يا له ښارونو شړل دي، دا د هغې کړنې مطابق سزا ده چې له دوی نه صادر شوي دي. info

• توبة المفسدين من المحاربين وقاطعي الطريق قبل قدرة السلطان عليهم توجب العفو.
توبه د هغو فسادیانو چې جګړه کوونکی وي او د لارې لوټ کوونکي وي مخکې لدې چې واکمن پرې برلاسی شي؛ هغوی ته بخښنه واجبوي. info