قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
122 : 4

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ قِیْلًا ۟

او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی په الله تعالی او نیک عملونه یې کړي دي چې نزدې کوونکي دي الله تعالی ته، خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره جنتونو ته چې بهیږې به ویالې (نهرونه) د هغې د ماڼیو لاندې، همیشه اوسیدونکي به وي دوی په هغې کې همیشه، وعده د الله تعالی له طرفه، او د هغه لوی ذات وعده حق وي، نو پس هغه خلاف نه کوي د وعدې، او نشته هیڅوک ډیر ریښتوني د الله تعالی څخه په وینا کې. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 4

لَیْسَ بِاَمَانِیِّكُمْ وَلَاۤ اَمَانِیِّ اَهْلِ الْكِتٰبِ ؕ— مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖ ۙ— وَلَا یَجِدْ لَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟

نه دی کار د خلاصي او د کامیابۍ موافق د هغه څه سره چې تاسو یې ارزو لرئ -ای مسلمانانو- او نه موافق او تابع د هغه چې اهل کتاب (یهود او نصاری) یې ارزو لري، بلکه دا کار تابع د عمل دی، نو پس هغه څوک چې وکړي ستاسو څخه ناوړه کار جزا به ورته پرې ورکړل شي په ورځ د قیامت، او بیا به نه مومې د ځان لپاره پرته له الله تعالی څخه څوک دوست چې دې ته څه خیر ورسوي، او نه څوک مددګار چې ضرر ترې دفع کړي. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 4

وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا ۟

او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 4

وَمَنْ اَحْسَنُ دِیْنًا مِّمَّنْ اَسْلَمَ وَجْهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَّاتَّبَعَ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَاتَّخَذَ اللّٰهُ اِبْرٰهِیْمَ خَلِیْلًا ۟

او نشته هیڅوک ډیر ښایسته په اعتبار د دین سره د هغه چا څخه چې غاړه يې ایښودي وي الله تعالی ته په پټه او ښکاره او خالص کړی یې دی نیت خپل الله تعالی ته، او ښه یې کړي وي، په خپل عمل کې په تابعدارۍ د شرعې، او تابعداري یې کړی وي د دین د ابراهیم علیه السلام هغه چې هغه اصل دی د دین د محمد صلی الله علیه وسلم اوړیدونکی وي له شرک او کفر څخه توحید او ایمان ته. او غوره کړی دی الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم علیه السلام په پوره مینې سره په ټولو مخلوقاتو کې. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 4

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ مُّحِیْطًا ۟۠

او یوازي خاص الله تعالی لره ده بادشاهي او اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په ځمکه کې دي، او دی الله تعالی په هر شي باندې ګیره اچوونکی د خپلو مخلوقاتو څخه په علم، قدرت او تدبیر سره. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 4

وَیَسْتَفْتُوْنَكَ فِی النِّسَآءِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِیْهِنَّ ۙ— وَمَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فِی الْكِتٰبِ فِیْ یَتٰمَی النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا تُؤْتُوْنَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُوْنَ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الْوِلْدَانِ ۙ— وَاَنْ تَقُوْمُوْا لِلْیَتٰمٰی بِالْقِسْطِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِهٖ عَلِیْمًا ۟

او پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- د مېرمنو او د هغوی د حقونو په اړه چې د هغوی لپاره دي او په هغوی چې کوم حقونه دي، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي تاسو ته هغه څه چې تاسو يې پوښتنه کړې ده، او بیانوي تاسو ته هغه څه چې لوستلی کیږي په تاسو باندې په قران کریم کې، د هغه مېرمنو د یتیمانو په اړه چې ستاسو د تصرف لاندې دي، او تاسو ورته هغه مهر او یا میراث نه ورکوئ چې الله تعالی ورته مقرر کړي دي، او تاسو د هغوی په نکاح کولو کې رغبت هم نه لرئ، او بندوئ يې له نکاح څخه چې طمع کوونکي یاست د هغوی په مال کې، او بیانوي(الله) تاسو ته هغه چې په تاسو لازم دي په باره د کمزورو ماشومانو کې، د ورکولو د حق د هغوی له میراث څخه، او دا چې تاسو ظلم ونه کړئ په هغوی په تسلط کولو باندې د هغوی په مالونو، او بیانوي تاسو ته دا چې واجب دي ودریدل (څارنه کول) د یتیمانو په عدل سره په هغه طریقه چې مناسب وي د هغوی د حالاتو سره په دنیا او اخرت کې، او هغه چې کوئ تاسو د کوم خیر کار یتیمانو سره او نور چا سره نو پس بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په هغه باندې، او خامخا به درله په هغه بدلې درکړي. info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• ما عند الله من الثواب لا يُنال بمجرد الأماني والدعاوى، بل لا بد من الإيمان والعمل الصالح.
هغه ثوابونه چې د الله تعالی سره دي یوازی په ارزوګانو او دعوو سره نه تر لاسه کیږي، بلکه لازم دي ایمان لرل او نیک عمل کول. info

• الجزاء من جنس العمل، فمن يعمل سوءًا يُجْز به، ومن يعمل خيرًا يُجْز بأحسن منه.
بدله د هر کار د خپل عمل مطابق ده، نو پس څوک چې ګناه کوي د هغې بدله به ورکول کیږي، او څوک چې د خیر کار کوي د هغه د ثواب څخه به ورته د هغه څخه خایسته ورکول شي. info

• الإخلاص والاتباع هما مقياس قبول العمل عند الله تعالى.
اخلاص او تابعداري دا دواړه د الله تعالی په نز د عمل د قبلیدو اندازه ده. info

• عَظّمَ الإسلام حقوق الفئات الضعيفة من النساء والصغار، فحرم الاعتداء عليهم، وأوجب رعاية مصالحهم في ضوء ما شرع.
اسلام غټ کړي دي د کمزورو ډلګیو د زنانه و او ماشومانو حقونه، نو حرام کړی يې دی تیری کول په هغوی، او واجب کړي يې دي د هغوی د مصلحتونو رعایت کول د شرعې په رڼا کې. info