قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - ئەبۇ زەكەرىيا

اعراف

external-link copy
1 : 7

الٓمّٓصٓ ۟ۚ

7-1 الف، لام، ميم، صاد info
التفاسير:

external-link copy
2 : 7

كِتٰبٌ اُنْزِلَ اِلَیْكَ فَلَا یَكُنْ فِیْ صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنْذِرَ بِهٖ وَذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

7-2 (دا) كتاب دى چې تا ته نازل كړى شوى دى، نو د ده په وجه دې ستا په سینه كې څه تنګي نه وي، د دې لپاره (نازل كړى شوى دى) چې ته د ده په ذرېعې سره (خلق) ووېروې او د مومنانو لپاره نصیحت دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 7

اِتَّبِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟

7-3 تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ، (خو) تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ! info
التفاسير:

external-link copy
4 : 7

وَكَمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا فَجَآءَهَا بَاْسُنَا بَیَاتًا اَوْ هُمْ قَآىِٕلُوْنَ ۟

7-4 او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى به د شپې ویده وو، یا به په غرمه كې ارام كوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
5 : 7

فَمَا كَانَ دَعْوٰىهُمْ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَاۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

7-5 نو نه وه د دوى دعوٰی (بلنه) كله چې پر دوى زمونږ عذاب راغى، مګر دا چې دوى به ویل: بېشكه مونږ ظالمان وو info
التفاسير:

external-link copy
6 : 7

فَلَنَسْـَٔلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

7-6 نو مونږ به له هغو خلقو نه خامخا لازمًا تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو info
التفاسير:

external-link copy
7 : 7

فَلَنَقُصَّنَّ عَلَیْهِمْ بِعِلْمٍ وَّمَا كُنَّا غَآىِٕبِیْنَ ۟

7-7 نو خامخا او يقيناً به مونږ دوى ته په علم سره بیان وكړو او مونږ (څه) غايب خو نه وو info
التفاسير:

external-link copy
8 : 7

وَالْوَزْنُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ ۚ— فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

7-8 او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 7

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَظْلِمُوْنَ ۟

7-9 او هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې سپك وختل، نو دغه خلق هغه دي چې دوى خپلو ځانونو ته تاوان رسولى دى، په سبب د دې چې دوى به زمونږ له ایتونو سره ظلم كاوه info
التفاسير:

external-link copy
10 : 7

وَلَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟۠

7-10 او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند اسباب پیدا كړي دي،(خو) تاسو بېخي ډېر لږ شكر وباسئ! info
التفاسير:

external-link copy
11 : 7

وَلَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ ۖۗ— فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— لَمْ یَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟

7-11 او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل، بیا مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه سِوا له ابلیس نه، هغه له سجده كوونكو ځنې نه و info
التفاسير: