قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

انسان

external-link copy
1 : 76

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟

ایا پر انسان داسې یو وخت تیر شوی چې هغه د یاد وړ کوم څیزنه ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 76

اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ

مونږ انسان له ګډوشوو اوبو څخه پيدا کړی[۵]چې ويي ازمایو.نو اوریدونکی او لیدونکی مو وګرځاو. info

[۵] ـ د مور او پلار ګډې شوې اوبه.یا له مختلفو عناصرو څخه را ټولې شوې اوبه(کابلی تفسیر).

التفاسير:

external-link copy
3 : 76

اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟

لار مو وروښووله یا به شکر کوونکی وی او یا ناشکره. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 76

اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟

او بیشکه چې مونږ د کافرانو لپاره ځنځیرونه،غاړکۍ او ګرم اور تیار کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 76

اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ

بیشکه چې نیکان به د هغو شرابو ډکې پيالې وڅښي چې کافور به ورسره ګډ شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 76

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟

د هغې چینې اوبه چې د الله ځانګړي بندګان به يي څښي او په خپله خوښه به یې پر هر لور بیا يي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 76

یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟

(د الله نیک بندګان هغه دي چې)نذرونه پوره کوي او له هغې ورځې څخه ډاریږي چې شر به يي په هر لور خوروي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 76

وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟

د الله د مینې په رڼا کې به،مسکین،یتیم او بندي ته خوراک ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 76

اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟

(او وايي به چې) مونږ یې یوازې د الله په مخ درکوو له تاسې،نه بدل غواړو او نه شکریه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 76

اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟

بیشکه چې مونږ د خپل رب له هغې ورځې ډیر ډاریږو چې خورا تریو مخې او له کړاوونو څخه به ډکه وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 76

فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ

نو الله د همغې ورځې له شر څخه وژغورل او له تازه ګۍ او خوښۍ سره یي مخ کړل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 76

وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ

او د صبر په بدل کې یي جنت او د وریښمو لباس ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 76

مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ

هلته به یي په تختونو تکیه کړې وي.نه به پکې د لمر ګرمي او نه د ژمي سخته یخني ویني. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 76

وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟

د جنت د ونو سیوری به پرې زوړند او میوې به يي په بشپړ ډول په واک کې ور کړی شوې وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 76

وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ

د سپینو زرو لوښي او د ښیښو ګیلاسونه به پرې ګرځول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 76

قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟

د سپینو زرو ښیښې به د جنت ساقیانو په بشپړ ډول اندازه کړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 76

وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ

د هغو شرابو په ډکو کاسو به خړوبه کیږي چې سونډ به ورسره ګډ شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 76

عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟

دا یوه چینه ده په سلسبیل نومول شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 76

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟

هغه همیشني هلکان به پرې ګرځیږي چې ويي ګوري نو ګومان به وکړې چې ګواکې شیندلې شوې ملغلرې دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 76

وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟

او چې په هر لورې ګورې نو په نعمتونو او لویه پاچايي به دې سترګې نښلي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 76

عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟

د شنو نریو او دشنو پیړو وریښمو کالي به یې يه تن او د سپینو زرو بنګړي به ورته په لاس کړی شوي او رب به یې په پاک ځښاک خړوبوي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 76

اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠

بیشکه چې د ستاسې د نیکو کړنو بدل او هڅې مو منل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 76

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ

بیشکه چې مونږ پرتا قران په بشپړ ډول نازل کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 76

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ

د خپل رب په حکم صبر وکړه او د ګناه ګار او ناشکره کافر مننه مه کوه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 76

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ

د خپل رب نوم سهار او ماښام یادوه. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 76

وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟

په شپه کې ورته سجده وکړه او اوږده شپه یې په پاکۍ ستایه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 76

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟

بیشکه چې دغه خلک دنیا خوښوي او راتلونکې لویه درنه ورځ پریږدي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 76

نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟

مونږ پيدا کړل او بندونه مو ورته کلک کړل.او چې کله وغواړو نو هغوی ته له ورته خلکو سره به يي په بشپړ ډول بدل کړو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 76

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟

بیشکه چې دا قران نصیحت دی.نو د چا چې خوښه وي د خپل رب په لور به لار ونیسي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 76

وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

او تاسې خوښه نشئ کولای مګر هله چې د الله خوښه شي،بیشکه چې الله پوره پوه او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 76

یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠

چاته يي چې خوښه شي پخپل رحمت کې یي داخلوي.او د ظالمانو لپاره يي دردناک عذاب تیار کړی دی. info
التفاسير: