قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
10 : 64

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠

او څوک چې کافران شوي او زمونږ ایاتونه یې درواغ ګڼلي دي نو همدوی د اور خاوندان دي.د تل لپاره به پکې وي.او خورا بد استوګنځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 64

مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ یَهْدِ قَلْبَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

مصیبت او غم هیڅکله نه راځي مګر د الله په اذن سره.او څوک چې پر الله ایمان راوړي،الله پاک د هغه زړه ته لار ورښایې.او الله په هر څه ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 64

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاِنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

د الله او رسول پیروي وکړئ که تاسې مخ اړوئ نو زمونږ د استازي دنده په زغرده رسول دي اوبس. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 64

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

الله یو دی.او له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته.نو باید چې پر الله مؤمنان توکل وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 64

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ مِنْ اَزْوَاجِكُمْ وَاَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوْهُمْ ۚ— وَاِنْ تَعْفُوْا وَتَصْفَحُوْا وَتَغْفِرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

ای مؤمنانو!ستاسې ځیني ښځې او اولادونه ستاسې دښمنان دي نو ځان ترې وژغورئ.او که تاسې عفوه او تیریدنه خپله او بښنه وکړئ نو پوه شئ چې الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 64

اِنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

خبره همداده چې مالونه او اولادونه مو یوه ازموینه ده.او همدا الله دی چې له هغه سره لوی اجر دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 64

فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوْا وَاَطِیْعُوْا وَاَنْفِقُوْا خَیْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

تر اخرني وس پورې له الله نه وډارشئ،واورئ،ومنئ او مالونه مو د خپلې ګټې لپاره خیرات کړئ او هر څوک چې د خپل نفس له شومتیا نه وژغورل شي نو همدوی بری من دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 64

اِنْ تُقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعِفْهُ لَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ شَكُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟ۙ

که تاسې الله ته قرض حسنه ورکړئ نو هغه به یې څو برابره زیات در کړي.ګناهونه به مو وبښي.الله پاک ډیر شکر منونکی او ډیر تحمل والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 64

عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

په پټ او ښکاره پوهیږي.په هر څه برلاسی او د ښه حکمت څښتن دی. info
التفاسير: