قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
9 : 62

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نُوْدِیَ لِلصَّلٰوةِ مِنْ یَّوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ وَذَرُوا الْبَیْعَ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ای مؤمنانو!کله چې دجمعې په ورځ لمانځه ته بلنه وشي[۱۳] نو د الله د ذکر په لور وځغلئ[۱۴]خرڅول او اخیستل پریږدئ. که پوهیږئ نو دا ستاسې ګټه ده. info

[۱۳] لومړنی آذان مطلب دی ځکه د خطبې په آذان خطبه شروع کیږي او دثواب ملایکې کتابونه ټولوي.(کابلی تفسیر)
[۱۴] ـ په اهتمام او ښه توجه ولاړ شئ.(کابلی تفسیر)

التفاسير:

external-link copy
10 : 62

فَاِذَا قُضِیَتِ الصَّلٰوةُ فَانْتَشِرُوْا فِی الْاَرْضِ وَابْتَغُوْا مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

چې لمونځ اداء شي نو په ځمکه کې[۱۵]خواره شئ او د الله فضل ولټوئ.او الله ډیر یادوئ.تر څو مو بری په برخه شي. info

[۱۵] ـ معنا دانده چې هرو،مرو به د تجارت لپاره ووځئ بلکې هغه بندیز چې د جمعې له کبله وو ختم شو.(تفسیر البیضاوی).

التفاسير:

external-link copy
11 : 62

وَاِذَا رَاَوْا تِجَارَةً اَوْ لَهْوَا ١نْفَضُّوْۤا اِلَیْهَا وَتَرَكُوْكَ قَآىِٕمًا ؕ— قُلْ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟۠

او کله چې تجارت او لوبه،تماشا ولیده نو ورغلل او ته یې ولاړ پریښودې.ووایه:هغه چې له الله سره دي له لوبې نندارې او تجارت نه ډیر غوره دي.الله تر هر چا ښه روزي ورکوونکی دی. info
التفاسير: