قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

قمر

external-link copy
1 : 54

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟

قیامت نژدې او سپوږمۍ وچاودیده[۸] info

[۸] ـ د هغې پيښې یادونه ده چې کافرانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه معجزه وغوښته الله پاک سپوږمۍ دوه ټوټې کړه.بخاري،مسلم،ابن جریر.

التفاسير:

external-link copy
2 : 54

وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟

که هر نښه وویني نو مخ به ترې واړوي او وایې به چې دا یو پیاوړی جادو دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 54

وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟

دا پیښه یې درواغ وګڼله او په خپلو خواهشاتو پسې ولاړل.او دا پخه خبره ده چې هر شی پای ته رسیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 54

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ

او هغوی ته د پخوانیو هغه حالات ښه څرګند شوی چې له بدۍ څخه د مخنیوي لپاره ښه رټونکی دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 54

حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ

ښه پوره او بشپړ حکمت ؤ،خو ډاروونکو د هیڅ شی مخه ونه نیوله. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 54

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ

نو ای محمده!مخ ترې واړه وه.او هغه ورځ رایاده کړه چې یو بلونکی به یې د یوې نااشنا صحنې په لور وبلي. info
التفاسير: