قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

external-link copy
5 : 5

اَلْیَوْمَ اُحِلَّ لَكُمُ الطَّیِّبٰتُ ؕ— وَطَعَامُ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حِلٌّ لَّكُمْ ۪— وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ؗ— وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ الْمُؤْمِنٰتِ وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ مُحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ وَلَا مُتَّخِذِیْۤ اَخْدَانٍ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِالْاِیْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهٗ ؗ— وَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟۠

نن ورځ درته ټول پاکیزه څیزونه حلال او هم درته د اهل کتابو خوراک او مذبوحه حلاله ده او ستاسې خوراک هغوي ته حلال دی او هم درته پاک لمنې مؤمنې ښځې او د هغو اهل کتابو چې له تاسې وړاندې کتاب ورکړای شوی پاک لمنې ښځې هغه وخت حلالې دي چې مهرونه یې پوره ورکړئ په داسې حال کې چې تاسې ورسره پخه نکاح وکړئ نه ښکاره زنا کوونکي یې او نه په پټه د یارانې ساتونکي. او هر څوک چې له ایمان وروسته کافر شو نو ټولې کړنې یې بابیزه او په اخرت کې به له زیانمنو څخه وي. info
التفاسير: