قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

external-link copy
52 : 3

فَلَمَّاۤ اَحَسَّ عِیْسٰی مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ ۚ— اٰمَنَّا بِاللّٰهِ ۚ— وَاشْهَدْ بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟

نو کله چې عیسې( علیه السلام) ته د هغوی کفر[۱۰] ښه ثابت او څرګند شو نو ویې ویل: څوک به د الله لار کې زما ملاتړ وکړي؟ خواریونو وویل: مونږ د الله ( د لارې) ملاتړي یو، مونږ په الله ایمان راوړی دی او ( ای عیسې) په دې خبره شاهد اوسه چې مونږ مسلمانان یو. info

[۱۰] عیسې علیه السلام ته ثابته شوه چې بنې اسرائیل یې د وژلو هڅه کوي او د پیغمبر وژل کفر دی( ابن جریر الطبري)

التفاسير: