قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
44 : 25

اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ ؕ— اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠

ایا ته انګیرې چې د هغوی زیات خلک اوري؟ یا پوهیږي؟ نه! هغوی د څارویو په شان بل:ې له هغوی هم خورا ډیر لار ورکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 25

اَلَمْ تَرَ اِلٰی رَبِّكَ كَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ ۚ— وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهٗ سَاكِنًا ۚ— ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیْلًا ۟ۙ

ایا ته نه ګورې چې ستا رب څرنګه سیوری خور کړی؟ که هغه غوښتي وای نو تل به يې ودرولی وو. مونږ لمر د هغه ښوونکی وګرځاو[۴]. info

[۴] د لمر په واسطه سیوری معلومیږي چې شته که نه؟ ( فتح القدیر)

التفاسير:

external-link copy
46 : 25

ثُمَّ قَبَضْنٰهُ اِلَیْنَا قَبْضًا یَّسِیْرًا ۟

او بیا مو د ځان په لور په ډيره اسانۍ او چپتیا سره راټول کړ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِبَاسًا وَّالنَّوْمَ سُبَاتًا وَّجَعَلَ النَّهَارَ نُشُوْرًا ۟

او الله هغه ذات دی چې شپه يې درته لباس، خوب يي ارام او ورځ يې د ښکته او پورته خوریدلو وخت ګرځولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 25

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ۚ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً طَهُوْرًا ۟ۙ

او الله همغه ذات دی چې له خپل رحمت نه وړاندې زیري ورکوونکي بادونه لیږي. او همدا مونږ یو چې له بره مو پاکې او پاکوونکی اوبه لیږلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 25

لِّنُحْیِ بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا وَّنُسْقِیَهٗ مِمَّا خَلَقْنَاۤ اَنْعَامًا وَّاَنَاسِیَّ كَثِیْرًا ۟

تر څو پرې مړه ښارونه ژوندي او هغه ډیر څاروي او انسانان چې زمونږ د پیدایښت یوه برخه ده پرې خړوبه کړو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 25

وَلَقَدْ صَرَّفْنٰهُ بَیْنَهُمْ لِیَذَّكَّرُوْا ۖؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟

او مونږ یو چې د باران اوبه د هغوی په مینځ کې ویشو تر څو پند واخلي خو زیات خلک د کفر او ناشکرۍ نه پرته بله لار نه نیسي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 25

وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ نَّذِیْرًا ۟ؗۖ

که مونږ غوښتي وای نو په هر کلي[۵] کې به مو یو ډاروونکی لیږلی وو. info

[۵] په هر کلي کې به مو یو پیغمبر لیږلی وو خو مونږ داسې ونه کړل بلکې ته مو د ټول بشر لپاره ولیږلې نو ځکه ته باید د هیڅ کافر پسې ولاړ نه شې( فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
52 : 25

فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَجَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا ۟

نو ای پیغمبره! د کافرانو مه منه! او په دې قران ورسره ستر جهاد وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ۚ— وَجَعَلَ بَیْنَهُمَا بَرْزَخًا وَّحِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟

او الله همغه ذات دی چې دوه سیندونه يي سره یو ځای کړي دا یو ډیر خوږ او تنده ماتوونکی، او دا بل ښه تریو مالګین دی. او بیا يې د دواړو په مینځ کې پرده پیدا کړی چې یو له بل ښه جلا ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهٗ نَسَبًا وَّصِهْرًا ؕ— وَكَانَ رَبُّكَ قَدِیْرًا ۟

او الله هغه ذات دی چې له اوبو نه يي بشر پیدا او بیا يي د نسب او خوسرګنۍ په مزو سره وتړل[۶] او ستا رب د هر څه توان لري. info

[۶] په دنیا کې انسانان یو له بل سره د نسب په خپلوۍ او یا له هر چا سره د خوسرګنۍ په مزو تړي.

التفاسير:

external-link copy
55 : 25

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُهُمْ وَلَا یَضُرُّهُمْ ؕ— وَكَانَ الْكَافِرُ عَلٰی رَبِّهٖ ظَهِیْرًا ۟

او هغوی له الله پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه ورته ګټه رسوي او نه تاوان. او کافر انسان د خپل رب دښمنۍ ته ملا تړلې ده. info
التفاسير: