قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
13 : 20

وَاَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا یُوْحٰی ۟

او ته ما غوره کړی یې نو هغه څه ته غوږ ونیسه چې درته وحې کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 20

اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْ ۙ— وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِیْ ۟

بې شکه همدا زه الله یم،پرته له ما بل هیڅ معبود نشته نو یوازې زما عبادت وکړه.او زما د یاد لپاره لمونځ وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 20

اِنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ اَكَادُ اُخْفِیْهَا لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعٰی ۟

قیامت هرو،مرو راتلونکی دی،تر څو هر چاته د خپلو هلو ځلو بدله ور کړای شي خو د راتلو وخت یې ما خورا زیات پټ کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 20

فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ فَتَرْدٰی ۟

نو باید تا هغه څوک چې په قیامت ایمان نه لري او د خپلو نفسي غوښتنو پسې روان وي د قیامت له فکر نه بې پروانه کړي که نه نو هلاک به شي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 20

وَمَا تِلْكَ بِیَمِیْنِكَ یٰمُوْسٰی ۟

او ای موسې په ښي لاس کې دې څه دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 20

قَالَ هِیَ عَصَایَ ۚ— اَتَوَكَّؤُا عَلَیْهَا وَاَهُشُّ بِهَا عَلٰی غَنَمِیْ وَلِیَ فِیْهَا مَاٰرِبُ اُخْرٰی ۟

موسې وویل:دا زما امساده.چې تکیه پرې کوم خپلو میږو ته پرې پاڼې څنډم او هم پرې خپلې نوری اړتیاوې پوره کوم. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 20

قَالَ اَلْقِهَا یٰمُوْسٰی ۟

الله وفرمایل:موسې دا وغورځوه. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 20

فَاَلْقٰىهَا فَاِذَا هِیَ حَیَّةٌ تَسْعٰی ۟

نو چې ویې غورځوله ناببره ترې څغلیدونکی مار جوړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 20

قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۫— سَنُعِیْدُهَا سِیْرَتَهَا الْاُوْلٰی ۟

ویي وفرمایل:ویې نیسه او ډاریږه مه.مونږ به هغه بیرته د پخوا په شان کړو. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 20

وَاضْمُمْ یَدَكَ اِلٰی جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ اٰیَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او لاس دې تخرګ ته نژدې کړه،تک سپين پړک وهونکی به بې له کوم توروالی راووځي.هو!دا یوه بله معجزه ده. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 20

لِنُرِیَكَ مِنْ اٰیٰتِنَا الْكُبْرٰی ۟ۚ

تر څو مونږ تا ته خپلې لویې معجزې دروښایو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 20

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟۠

فرعون ته ورشه هغه خپل سری شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 20

قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْ ۟ۙ

موسې وویل:زما ربه!زما سینه پراخه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 20

وَیَسِّرْ لِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ

او کار مې راته اسان کړه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 20

وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِیْ ۟ۙ

او زما د ژبې غوټه وسپړه. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 20

یَفْقَهُوْا قَوْلِیْ ۪۟

تر څو زما په خبره پوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 20

وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَهْلِیْ ۟ۙ

او زما د کورنۍ یو غړی زما مرستیال وټاکه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 20

هٰرُوْنَ اَخِی ۟ۙ

هارون زما ورور. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 20

اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْ ۟ۙ

ملامې پرې کلکه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 20

وَاَشْرِكْهُ فِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ

او په کار کې یې را سره برخه وال کړه. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 20

كَیْ نُسَبِّحَكَ كَثِیْرًا ۟ۙ

تر څو ستا پاکې ډیره بیان کړو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 20

وَّنَذْكُرَكَ كَثِیْرًا ۟ؕ

او تا ډير یاد کړو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 20

اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِیْرًا ۟

ته مونږ ښه وینې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 20

قَالَ قَدْ اُوْتِیْتَ سُؤْلَكَ یٰمُوْسٰی ۟

الله وفرمایل:موسې!څه دې چې غوښتل در کړای شول. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 20

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَیْكَ مَرَّةً اُخْرٰۤی ۟ۙ

او مونږ پر تا یو ځل پخوا هم احسان کړی و. info
التفاسير: