قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
62 : 18

فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتٰىهُ اٰتِنَا غَدَآءَنَا ؗ— لَقَدْ لَقِیْنَا مِنْ سَفَرِنَا هٰذَا نَصَبًا ۟

چې ښه وړاندې ولاړل نو موسی خپل خدمت ګار ته وویل: غرمه ناری راوړاندې کړه ننه ني سفر خورا ستړي کړي یو. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 18

قَالَ اَرَءَیْتَ اِذْ اَوَیْنَاۤ اِلَی الصَّخْرَةِ فَاِنِّیْ نَسِیْتُ الْحُوْتَ ؗ— وَمَاۤ اَنْسٰىنِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْكُرَهٗ ۚ— وَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ ۖۗ— عَجَبًا ۟

خادم يې وویل: ستا خیال دی چې کله مونږ غټې ډبرې ته تکیه وکړه بس په همغه ځای کې مې کب له یاده ووت او شیطان رانه هیره کړه چې تاته يي کیسه وکړم. کب خو په ډیره عجیبه توګه په سیند کې مخ په وړاندې ولاړ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 18

قَالَ ذٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۖۗ— فَارْتَدَّا عَلٰۤی اٰثَارِهِمَا قَصَصًا ۟ۙ

موسی وویل: بس دا همغه څه دي چې مونږ يي لټوو. نو بیرته پر خپلو راغلو پلونو ولاړل . info
التفاسير:

external-link copy
65 : 18

فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَاۤ اٰتَیْنٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا ۟

نو هلته يي زمونږ یو داسې بنده ومیند چې مونږ خپل رحمت ور په برخه کړی او له خپلې لورې مو ډیر څه ورښوولي و. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 18

قَالَ لَهٗ مُوْسٰی هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلٰۤی اَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ۟

موسی ورته وویل: ایا زه له تا سره پاتې کیدای شم چې هغه لار ښوونې ماته راوښايي چې تاته در ښوول شوي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 18

قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

خضر ورته وویل: ته له ما سر هزغم نه شي کولای. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 18

وَكَیْفَ تَصْبِرُ عَلٰی مَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ خُبْرًا ۟

او څرنګه به هغه څه وزغمې چې ته ترې هیڅ خبر نه يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 18

قَالَ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ صَابِرًا وَّلَاۤ اَعْصِیْ لَكَ اَمْرًا ۟

موسی وویل: که الله کول ډیر صبرناک به مې ومومي او په هیڅ کار کې به له تا نه سر ونه غړوم. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 18

قَالَ فَاِنِ اتَّبَعْتَنِیْ فَلَا تَسْـَٔلْنِیْ عَنْ شَیْءٍ حَتّٰۤی اُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ۟۠

خضر وویل: ښه ده که له ماسره پاتې شوې او د هیڅ په هکله به له ما نه پوښتنه نه کوي تر څو زه په خپله درته د هغه یادونه وکړم. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا رَكِبَا فِی السَّفِیْنَةِ خَرَقَهَا ؕ— قَالَ اَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا ۚ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا اِمْرًا ۟

هغه وو چې دواړه روان او په یوه کښتۍ کې سواره شول. خضر کښتۍ سورۍ کړه. موسی وویل ایا کښتۍ دې سورۍ کړه چې سپرلۍ يې غرقه کړې؟ دا خو دې ډیر لوی بې سره کار وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 18

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

خضر وویل: تاته ما نه وو ویلي ته له ماسره صبر نه شې کولای. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 18

قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِیْ بِمَا نَسِیْتُ وَلَا تُرْهِقْنِیْ مِنْ اَمْرِیْ عُسْرًا ۟

موسی وویل :په هیره مې مه نیسه او له داسې حال سره مې مه مخ کوه چې زما انډیوالي له تاسره سخته شي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا لَقِیَا غُلٰمًا فَقَتَلَهٗ ۙ— قَالَ اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِیَّةً بِغَیْرِ نَفْسٍ ؕ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا نُّكْرًا ۟

بیا دواړه روان او له یوه کوچني هلک سره مخ شول. خضر هغه وواژه موسې ورته وویل یو بې ګناه انسان دې پرته له دې چې پر هغه د بل انسان پور وي، وواژه په رښتیا چې ډير بد او نامنلی کار دې وکړ. info
التفاسير: