قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
71 : 15

قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ

لوط وویل: که تاسې زما[۹] په وینا عمل کوئ نو زما لوڼې شته. info

[۹] علماء وايې دلته مراد د قوم جینکۍ دي ځکه پیغمبر د ټول قوم د پلار حیثیت لري او ځیني نور وايي مراد ترې د هغه خپلې لورګانې دي( یعنې نکاح ورسره وکړئ ( فتح القدیر امام الشوکاني)

التفاسير:

external-link copy
72 : 15

لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

ای محمده! ستا په عمر زما قسم دی چې دوی په خپله مستۍ کې خورا لالهانده وو. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ

لمر څرک یوې هیبت ناکې چیغې ونیول. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 15

فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ

هغه کلی مو په بل مخ واړاوه. او په اور پاخه کاڼې مو پرې ووروله. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟

هو! په دې کیسه کې د پند اخیستونکو لپاره ډير دلایل شته دی. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 15

وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟

او د لوط کلی د هغوی په سمه لار کې پروت دی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

دا پیښه د هغو لپاره چې په خبره باور کوي د عبرت درس دی. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 15

وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او د ځنګل څښتنان هم تیري کوونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 15

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠

نو مونږ له هغوی نه بدل واخیست او دا دواړه کلي د لوی لارې په سر پراته دي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 15

وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

د حجر[۱۰] خلکو هم استازي درواغجن وګڼل. info

[۱۰] د مدیني او شام ترمینځ دیوه ځای نوم دی( تفسیر الماوردی)

التفاسير:

external-link copy
81 : 15

وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ

مونږ خپل دلایل ښه پوره ورکړل خو هغوی ترې مخ واړاوو. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 15

وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟

هغوی په خورا ډاډمنه فضا کې ډبرې توګلې او کورونه يې ترې جوړول. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

خو په پای کې سهار وختي یوې هیبت ناکې چیغې ونیول. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 15

فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ

او ګټلي مال يې هیڅ ګټه ورته ونه رسوله. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 15

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟

او مونږ اسمانونه، ځمکه او ددې ترمینځ پراته څيزونه یوازې د حق پر بنسټ پیدا کړی دي. او د پریکړې ساعت هرو، مرو راتلونکی دی نو ای محمده! د دوی له بابیزو کړنو غوره مخ اړونه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 15

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

بې له شکه چې ستا رب د هر څه کوونکی او په هر څه ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 15

وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟

او پخه خبره ده چې مونږ تاته اوه تل تکراریدونکي[۱۱] ایتونه او او عظیم الشان قران درکړی دی. info

[۱۱] مراد ترې د فاتحې سورت دی او مثاني ورته ځکه وايي:۱- د لمانځه په هر رکعت کې تکراریږي ۲- دا سورت د الله او بنده ترمینځ په دوه برخو ویشل شوی دی ۳- دوه ځلې نازل شوی دی یو ځل په مکه او بل په مدینه کې.

التفاسير:

external-link copy
88 : 15

لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او د هغو څیزونو په لورسترګې مه نیسه چې مونږ مختلفو [۱۲] کافرانو ته ورکړې دي او مه پرې خفه کیږه بس ته خپله خوا مومنانو ته نرمه کړه. info

[۱۲] د کافرانو ډیر خیلونه دي کله یهود او... یا معنی يي ده چې کافرانو ته مې په دنیا کې هر ډول نعمتونه ورکړي دي ته ورپسی هوس مکوه.

التفاسير:

external-link copy
89 : 15

وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ

او ووایه بې له شکه زه یو ښکاره ډاروونکی یم. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 15

كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ

لکه چې پر تقسیم کوونکو مې عذاب نازل کړی وو( پر دوی به يي هم نازل کړم). info
التفاسير: