قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز

بەت نومۇرى:close

external-link copy
54 : 10

وَلَوْ اَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِی الْاَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهٖ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

که له هغه چا سره چې ظلم یې کړی د ځمکې ټولې خزانې په لاس کې وي هم د ځان د خلاصون لپاره به یې په جریمه کې ورکړي.د عذاب له لیدلو سره جوخت به پټ،په پټه کې پښیمانه وي د هغوی په مینځ کې به په انصاف پریکړه وشي. او هیڅ ډول تیری به پرې ونه شي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 10

اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

واورئ!د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات خاص دالله دي او واورئ چې د الله وعده رښتینې ده،خو ډیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 10

هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

همغه دی چې ژوند بښې او مرګ ورکوي،او خاص د هغه په لور ستاسې ټولو ور ګرځیدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 10

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِ ۙ۬— وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

ای خلکو!تاسې ته د خپل رب له لورې هغه پند راغلی دی چې د زړونو د ناروغیو دوا او د مؤمنانو لپاره هدایت او رحمت دی. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 10

قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَبِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْا ؕ— هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟

ای محمده!ووایه الله پاک په خپل فضل او رحمت سره پند راولیږه.نو باید چې انسانان پرې خوښ شي.ځکه چې دا پند له هغو ټولو شیانو څخه غوره دی چې هغوی یې راټولوي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 10

قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ لَكُمْ مِّنْ رِّزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِّنْهُ حَرَامًا وَّحَلٰلًا ؕ— قُلْ آٰللّٰهُ اَذِنَ لَكُمْ اَمْ عَلَی اللّٰهِ تَفْتَرُوْنَ ۟

ای محمده! ووایه په دې مې خبر کړئ چې الله پاک تاسې ته کومه روزي راکوزه کړې ده،تاسې یې ځینې حرامه ګرځولې او ځینې حلاله.ووایه:ایا الله پاک درته همدا دول حکم کړی دی او که تاسې پر الله درواغ تړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 10

وَمَا ظَنُّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟۠

او هغه خلک چې پر الله درواغ تړي د قیامت د ورځې په هکله یې څه ګومان دی؟بې شکه چې الله پر انسانانو ډیر فضل لوروي خو د هغوی زیاته برخه شکر نه پر ځای کوي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 10

وَمَا تَكُوْنُ فِیْ شَاْنٍ وَّمَا تَتْلُوْا مِنْهُ مِنْ قُرْاٰنٍ وَّلَا تَعْمَلُوْنَ مِنْ عَمَلٍ اِلَّا كُنَّا عَلَیْكُمْ شُهُوْدًا اِذْ تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— وَمَا یَعْزُبُ عَنْ رَّبِّكَ مِنْ مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ وَلَاۤ اَصْغَرَ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرَ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

ای محمده! ته چې په هر ځای کې یې او د قران هره برخه لولې او ای خلکو! تاسې چې هر څه کوئ نو مونږ پر تاسې شاهدان یو،ان په هغه حال کې چې تاسې په خپلو کړو کې ښه ډوب واست. هر څومره کوچنۍ ذره چې وي،ستا له رب نه د ځمکې او اسمان په هیڅ کونج کې پټیدای نه شي. او له ذرې نه کوچنۍ او له هغې نه لوی هم په روښانه کتاب کې ثبت دي. info
التفاسير: