قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

مطففین

external-link copy
1 : 83

وَیْلٌ لِّلْمُطَفِّفِیْنَ ۟ۙ

د ډنډه وهونکو (تول او پیمانه کمونکو) لپاره تباهي ده. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 83

الَّذِیْنَ اِذَا اكْتَالُوْا عَلَی النَّاسِ یَسْتَوْفُوْنَ ۟ؗۖ

هغه کسان کله چې (ځانونو ته) پر خلکو پېمانه کوي پوره يې اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 83

وَاِذَا كَالُوْهُمْ اَوْ وَّزَنُوْهُمْ یُخْسِرُوْنَ ۟ؕ

او کله چې هغوی ته پېمانه يا تول ورکوي بيا يې کموي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 83

اَلَا یَظُنُّ اُولٰٓىِٕكَ اَنَّهُمْ مَّبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

ايا دوی باور نه کوي چې بېرته به را پاڅول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 83

لِیَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟ۙ

يوې لويې ورځې ته. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 83

یَّوْمَ یَقُوْمُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

په کومه چې به خلک د ټولو کايناتو پالونکي ته دريږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 83

كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْفُجَّارِ لَفِیْ سِجِّیْنٍ ۟ؕ

هيڅکله نه، پرته له شکه د بې لارې خلکو عملنامې به د بندې خونې په (کتاب)کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 83

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سِجِّیْنٌ ۟ؕ

او ته څه خبر يې چې د زندان هغه دفتر څه دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 83

كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ؕ

يو ليکلی کتاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 83

وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ

په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته تباهي ده. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 83

الَّذِیْنَ یُكَذِّبُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ؕ

هغه کسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 83

وَمَا یُكَذِّبُ بِهٖۤ اِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

او هغه دروغ نه ګڼي پرته له تيري کوونکي ګناهګار څخه. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 83

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

کله چې زموږ ایتونه پرې لوستل کيږي وايي د پخوانيو کيسې دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 83

كَلَّا بَلْ ٚ— رَانَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

هيڅکله نه، د هغوی پر زړونو هغه څه زنګ اچولی چې هغوی به کول. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 83

كَلَّاۤ اِنَّهُمْ عَنْ رَّبِّهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّمَحْجُوْبُوْنَ ۟ؕ

هيڅکله نه، پرته له شکه هغه ورځ به هغوی د خپل پالونکي له ليدلو بې برخې وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 83

ثُمَّ اِنَّهُمْ لَصَالُوا الْجَحِیْمِ ۟ؕ

بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 83

ثُمَّ یُقَالُ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ؕ

بيا به وويل شي: دا هغه څه دي چې تاسې دروغ ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 83

كَلَّاۤ اِنَّ كِتٰبَ الْاَبْرَارِ لَفِیْ عِلِّیِّیْنَ ۟ؕ

داسې نه ده، د نېکانو عملنامې به هرومرو په عليين کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 83

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا عِلِّیُّوْنَ ۟ؕ

او ته څه خبر يې چې عليين څه دی. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 83

كِتٰبٌ مَّرْقُوْمٌ ۟ۙ

يو ليکل شوی کتاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 83

یَّشْهَدُهُ الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ

چې يوازې يې مقربې پرېښتې ليدنه کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 83

اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ

پرته له شکه نېکان په نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 83

عَلَی الْاَرَآىِٕكِ یَنْظُرُوْنَ ۟ۙ

پر تختونو باندې به وي ګورې به. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 83

تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِیْمِ ۟ۚ

په مخونو کې به يې د نعمتونو تازه ګي پېژنې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 83

یُسْقَوْنَ مِنْ رَّحِیْقٍ مَّخْتُوْمٍ ۟ۙ

پر هغوی به سوچه مهر کړل شوي شراب څښل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 83

خِتٰمُهٗ مِسْكٌ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكَ فَلْیَتَنَافَسِ الْمُتَنٰفِسُوْنَ ۟ؕ

مهر به يې مشک وي، او په همدې کې دې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 83

وَمِزَاجُهٗ مِنْ تَسْنِیْمٍ ۟ۙ

او ګډون به يې له تسنيم (چینې څخه) وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 83

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُوْنَ ۟ؕ

دا يوه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 83

اِنَّ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا كَانُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یَضْحَكُوْنَ ۟ؗۖ

بېشکه هغو کسانو چې جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې خندل چې ايمان يې راوړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 83

وَاِذَا مَرُّوْا بِهِمْ یَتَغَامَزُوْنَ ۟ؗۖ

او کله به چې پر هغوی تېرېدل؛ نو يو بل ته به يې سترګکونه وهل. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 83

وَاِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمُ انْقَلَبُوْا فَكِهِیْنَ ۟ؗۖ

او خپلو کورونو ته به چې ور ستنېدل خوشحاله به ورستنېدل. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 83

وَاِذَا رَاَوْهُمْ قَالُوْۤا اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

او کله به يې چې هغوی (مسلمانان) وليدل ويل به يې: په رېښتيا چې دغه خلک لار ورکي شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 83

وَمَاۤ اُرْسِلُوْا عَلَیْهِمْ حٰفِظِیْنَ ۟ؕ

حال دا چې هغوی پرې څارونکي نه وو لېږل شوي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 83

فَالْیَوْمَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنَ الْكُفَّارِ یَضْحَكُوْنَ ۟ۙ

نو نن به هغه کسان چې ايمان يې راوړی پر کافرانو پورې خاندي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 83

عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۙ— یَنْظُرُوْنَ ۟ؕ

پر تختونو به ناست د هغوی ننداره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 83

هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟۠

آیا کافرانو ته د هغه څه ثواب ورکړل شو چې کول يې؟ info
التفاسير: