قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
42 : 30

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ ۟

ووايه: وګرځئ په زمكه كې نو وګورئ انجام د هغو خلكو چې مخكې تېر شوي، ډیر د هغوى نه مشرکان وو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 30

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ ۟

نو د سم دین په لور دې مخ ور برابر کړه، د هغې ورځې له راتلو مخكې چې د الله لخوا يې بيرته ګرځېدل نشته، په دغه ورځ چې خلک سره بیل شي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 30

مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَ ۟ۙ

چا چې کفر کړی دی نو په هغه باندې به سزا د کفر د هغه وي، او چا چې سم كار وكړ نو خپلو ځانو ته (په جنت كې) ځايونه برابروي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 30

لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟

ترڅو هغو کسانو ته له خپلې لورینې بدله ورکړي چې ایمان یې راوړی او سم کارونه یې کړي، بې شکه هغه (الله) کافران نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیٰحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّلِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او د هغه له نښانو نه (بل) دا چې زېرى وركونكي بادونه ليږي چې تاسي ته د خپل رحمت نه څه دروڅكي، بېړۍ ګانې يې په امر وچليږي، تاسي د هغه فضل ولټوئ او ښایي شكر يې وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 30

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا ؕ— وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او خامخا لیږلي و موږ له تا مخكې پېغمبران د هغوى خپلو قومو ته او له څرګندو نښانو سره ورغلل چې بيا مو له هغو كسانو چې جرمونه يې كړي وو، غچ هم واخيست او له مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَیَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

الله هغه ذات دى چې بادونه ليږي چې هغه بيا ورېځې پورته كوي او بيا څنګه چې وغواړي په اسمان كې يې خپروي او ټوټې ټوټې يې كوي، بيا وينې چې د باران څاڅكي يې له منځه راوځي، نو بيا يې چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي رسوي، هغوى يو دم خوشاله شي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 30

وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ ۟

اګر چې دوی وو وړاندې له باران راورېدلو پر دوی ناهیلي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 30

فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى ۚ— وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

نو د الله د رحمت نښانو ته وګوره چې څرنګه مړه زمكه راژوندۍ كوي، بې شكه هغه د مړو راژوندى كونكى او هغه په هر څه قادر دى. info
التفاسير: