قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
65 : 20

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَاِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَلْقٰی ۟

هغوى (کوډګرانو) وويل: ای موسىٰ يا به يې ته غورځوې، يا به موږ ړومبي غورځونكي شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 20

قَالَ بَلْ اَلْقُوْا ۚ— فَاِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِیُّهُمْ یُخَیَّلُ اِلَیْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ اَنَّهَا تَسْعٰی ۟

(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: نه تاسي يې وغورځوئ، نو يو دم يې رسۍ ګانې او كونټۍ په كوډو سره موسىٰ (علیه السلام) ته ځغلېدونكې وبرېښېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 20

فَاَوْجَسَ فِیْ نَفْسِهٖ خِیْفَةً مُّوْسٰی ۟

نو موسىٰ (علیه السلام) په خپل زړه كې وېره ومونده. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 20

قُلْنَا لَا تَخَفْ اِنَّكَ اَنْتَ الْاَعْلٰی ۟

موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته برلاسى يې. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 20

وَاَلْقِ مَا فِیْ یَمِیْنِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوْا ؕ— اِنَّمَا صَنَعُوْا كَیْدُ سٰحِرٍ ؕ— وَلَا یُفْلِحُ السَّاحِرُ حَیْثُ اَتٰی ۟

او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، دوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډګرټګي ده، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 20

فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ هٰرُوْنَ وَمُوْسٰی ۟

نو كوډګر په سجده پرېوتل، وېلې موږ د هارون او موسىٰ -علیهما السلام- رب ومنلو. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 20

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ فِیْ جُذُوْعِ النَّخْلِ ؗ— وَلَتَعْلَمُنَّ اَیُّنَاۤ اَشَدُّ عَذَابًا وَّاَبْقٰی ۟

(فرعون) وويل: تاسو ايمان راوړو مخكې له دې چې زه اجازه دركړم؟ ښكاري چې همدى ستاسو هغه مشر دى چې كوډې يې درښوولې دي، نو حتماً به مو لاسونه او پښې ردوبدلې سره پرې كړم او د كجورو په ونو كې به مو راځوړند كړم او خامخا به وپوهېږئ چې په موږ كې د كوم يوه عذاب سخت او پايښت لرونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 20

قَالُوْا لَنْ نُّؤْثِرَكَ عَلٰی مَا جَآءَنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَالَّذِیْ فَطَرَنَا فَاقْضِ مَاۤ اَنْتَ قَاضٍ ؕ— اِنَّمَا تَقْضِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ

(كوډګرو) وويل: تا به هېڅکله په هغه څه غوره ونه ګڼو چې د ښكاره نښانو له جملې موږ ته راغلې، په هغه ذات قسم چې موږ يې پيدا كړي يو، نو ته چې څه كوې هغه وكړه، ته ايله د همدې دنيايي ژوند فيصله كولاى شې. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 20

اِنَّاۤ اٰمَنَّا بِرَبِّنَا لِیَغْفِرَ لَنَا خَطٰیٰنَا وَمَاۤ اَكْرَهْتَنَا عَلَیْهِ مِنَ السِّحْرِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟

موږ په خپل رب ايمان راوړى چې زموږ ګناهونه او دغه كوډې چې تا پرې مجبور كړلو راوبخښي، او الله ډېر غوره او باقي پاتې كېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 20

اِنَّهٗ مَنْ یَّاْتِ رَبَّهٗ مُجْرِمًا فَاِنَّ لَهٗ جَهَنَّمَ ؕ— لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَلَا یَحْیٰی ۟

بې شکه هر څوک چې له مجرموالي سره خپل رب ته ورشي نو د هغه لپاره جهنم دى، چې نه به پكې مري او نه به ژوند كولاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 20

وَمَنْ یَّاْتِهٖ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصّٰلِحٰتِ فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الدَّرَجٰتُ الْعُلٰی ۟ۙ

او څوک چې هغه ته مومن ورشي په داسې حال کې چې سم كارونه يې هم كړي وي، نو د هغوى لپاره لوړې درجې دي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 20

جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا مَنْ تَزَكّٰی ۟۠

د تل استوګنې جنتونه چې ترلاندې به ويالې بهيږي، تل تر تله اوسېدونكي پكې، او دا (یوازې) د هغه چا بدله ده چې ځان يې پاک كړى وي. info
التفاسير: