قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
11 : 14

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ اِنْ نَّحْنُ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَمُنُّ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَمَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نَّاْتِیَكُمْ بِسُلْطٰنٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

پېغمبرانو يې ورته وويل: موږ ستاسو په شان له بشر پرته نور څه نه يو، خو الله چې له خپلو بندګانو هر چا ته وغواړي احسان پرې كوي او دا مو هم په واك كې نده چې د الله له حكمه پرته كوم سند درته راوړو او پر هماغه الله دې مومنان بروسه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 14

وَمَا لَنَاۤ اَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنَا سُبُلَنَا ؕ— وَلَنَصْبِرَنَّ عَلٰی مَاۤ اٰذَیْتُمُوْنَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟۠

او ولې به پر الله توكل نه كوو حال دا چې هماغه موږ ته د خپلو لارو ښوونه كړې ده او خامخا به صبر كوو پر هغو كړاونو چې تاسو رارسولي او پر الله دې بروسه كوي بروسه كوونكي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 14

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِّنْ اَرْضِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او څوك چې كافران شوي وو خپلو پېغمبرانو ته يې وويل چې موږ به خامخا تاسو له خپلې سيمې وباسو او يا به بېرته زموږ دين ته راګرځئ، نو بيا هغوى ته خپل رب وحي وکړه چې موږ به دا ظالمان خامخا هلاكوو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 14

وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِیْ وَخَافَ وَعِیْدِ ۟

او خامخا به دغه زمكه كې له دوى وروسته تاسو مېشت كړو، دا د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې درېدلو نه وېريږي او زما (د عذاب) له ژمنې وېريږي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 14

وَاسْتَفْتَحُوْا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ

او (كافرانو) فيصله وغوښته او هر كبرجن سركښ نامراده شو. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 14

مِّنْ وَّرَآىِٕهٖ جَهَنَّمُ وَیُسْقٰی مِنْ مَّآءٍ صَدِیْدٍ ۟ۙ

او له دې وړاندې جهنم دى او د زوو اوبه به ورڅښلى شي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 14

یَّتَجَرَّعُهٗ وَلَا یَكَادُ یُسِیْغُهٗ وَیَاْتِیْهِ الْمَوْتُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّمَا هُوَ بِمَیِّتٍ ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهٖ عَذَابٌ غَلِیْظٌ ۟

چې په غړپونو به يې څښي او په اسانه به يې تېرولى نه شي او له هرې خوا به مرګ ورته راځي خو دى به مړه كېدونكی نه وي او بيا وړاندې يې يو سخت عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 14

مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ اَعْمَالُهُمْ كَرَمَادِ ١شْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ یَوْمٍ عَاصِفٍ ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ مِمَّا كَسَبُوْا عَلٰی شَیْءٍ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟

د هغو مثال چې په خپل رب كافران شوي دي، عملونه يې د هغو ايرو په شان دي چې په كومه توپاني ورځ سخته سيلۍ ورباندې راشي، دوى به د خپلو عملونو په هيڅ (ګټه) وس ونشي، همدا (له حقه) لرې ګمراهي ده. info
التفاسير: