قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

علق

سۈرىنىڭ مەقسەتلىرىدىن:
الإنسان بين هدايته بالوحي وضلاله بالاستكبار والجهل.
انسان په وحي د لارښوونې او په لويۍ او ناپوهۍ د لار ورکۍ ترمنځ دی. info

external-link copy
1 : 96

اِقْرَاْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِیْ خَلَقَ ۟ۚ

اې رسوله! هغه څه ولوله چې الله يې درته وحي کوي؛ د خپل هغه پالونکي پر نوم پيل کوه چې ټول مخلوقات يې پيداکړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 96

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ۟ۚ

او انسان يې د ټينګې وينې له ټوټې پيداکړ وروسته تردې چې هغه نطفه و. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 96

اِقْرَاْ وَرَبُّكَ الْاَكْرَمُ ۟ۙ

اې رسوله! ولوله هغه څه چې الله يې درته وحي کوي، او ستا هغه ډېر مهربانه پالونکی چې هيڅ کرم د هغه کرم ته نه شي رسېدلی، او هغه ډېر سخاوت او احسان والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 96

الَّذِیْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ۟ۙ

هغه ذات چې خط او ليکل يې په قلم ور وښودل. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 96

عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ یَعْلَمْ ۟ؕ

انسان ته يې هغه څه وروښودل چې نه پرې پوهېدلو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 96

كَلَّاۤ اِنَّ الْاِنْسَانَ لَیَطْغٰۤی ۟ۙ

په رېښنيا چې انسان بې لارې دی لکه ابوجهل چې په تېري کولو سره د الله له پولو واوخت. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 96

اَنْ رَّاٰهُ اسْتَغْنٰی ۟ؕ

له دې امله چې هغه کومه مرتبه او مال لري د هغو له امله بې پروايي وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 96

اِنَّ اِلٰی رَبِّكَ الرُّجْعٰی ۟ؕ

اې انسانه! پرته له شکه ستا پالونکي ته د قيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو هر څوک چې د څه وړ دی د هغو بدله به ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 96

اَرَءَیْتَ الَّذِیْ یَنْهٰی ۟ۙ

ايا د ابوجهل ډېر حيروانوونکی حالت دې ليدلی چې ايسارول کوي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 96

عَبْدًا اِذَا صَلّٰی ۟ؕ

زموږ بنده محمد صلی الله عليه وسلم چې کله له کعبې سره لمونځ کوي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 96

اَرَءَیْتَ اِنْ كَانَ عَلَی الْهُدٰۤی ۟ۙ

آيا ته وينې که هغه ايسارل کړل شوی د خپل پالونکي له لوري پر لارښوونه او بصيرت وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 96

اَوْ اَمَرَ بِالتَّقْوٰی ۟ؕ

او يا هغه خلکو ته له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو امر کوي، آيا دا ډول سړی بايد منع کړل شي؟!. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• رضا الله هو المقصد الأسمى.
د الله له لوري د خپل نبي صلی الله عليه وسلم درناوی چې د هغه لپاره يې ياد لوړ کړ. info

• أهمية القراءة والكتابة في الإسلام.
د الله رضا تر ټولو لوړه موخه ده. info

• خطر الغنى إذا جرّ إلى الكبر والبُعد عن الحق.
په اسلام کې د ليک او لوست اهميت. info

• النهي عن المعروف صفة من صفات الكفر.
د شتمنۍ خطر کله چې هغه د لويۍ او له حقه د لرېوالي لامل کيږي. info

• إكرام الله تعالى نبيه صلى الله عليه وسلم بأن رفع له ذكره.
له نېکۍ را ګرځول د کفر له صفتونو څخه يو صفت دی. info