قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

فجر

سۈرىنىڭ مەقسەتلىرىدىن:
بيان عاقبة الطغاة، والحكمة من الابتلاء، والتذكير بالآخرة.
د سرکښانو د پايلې او په ازموينه او آخرت ور په يادولو کې د حکمت بيان. info

external-link copy
1 : 89

وَالْفَجْرِ ۟ۙ

الله پاک پر سهار لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 89

وَلَیَالٍ عَشْرٍ ۟ۙ

او الله د ذوالحجې میاشتې پر لسو لومړيو شپو لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 89

وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ۟ۙ

او الله پر جفت او تاق شيانو لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 89

وَالَّیْلِ اِذَا یَسْرِ ۟ۚ

او پر شپه يې لوړه وکړه چې کله راشي، دوام وکړي او ولاړه شي او د دغو ټولو لوړو ځواب دا دی: چې تاسو ته به هرومرو پر خپلو اعمالو بدله درکول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 89

هَلْ فِیْ ذٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِیْ حِجْرٍ ۟ؕ

ايا په دغو ياد شويو کې داسې قسم شته چې هوښيار ته قناعت ورکړي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 89

اَلَمْ تَرَ كَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ۟

اې رسوله! ودې نه ليدل چې پالونکي دې د هود پر قوم عاديانو څه وکړل کله چې هغوی رسول درواغجن وګڼلو؟!. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 89

اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ۟

د عاد قبيله خپل نېکه ارم ته منسوبه ده چې ډېر اوږد و. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 89

الَّتِیْ لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُهَا فِی الْبِلَادِ ۟

هغه چې الله د هغو غوندې څوک په ښارونو کې نه وو پيداکړي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 89

وَثَمُوْدَ الَّذِیْنَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ۟

او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې د صالح پر قوم ثموديانو څه وکړل، هغه کسان چې د غرونو لويې ډبرې يې تراشلې، او له ډبرو يې کورونه جوړول. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 89

وَفِرْعَوْنَ ذِی الْاَوْتَادِ ۟

او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې پر هغه فرعون څه وکړل چې هغه لره مېخونه وو او خلکو ته به يې عذاب پرې ورکولو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 89

الَّذِیْنَ طَغَوْا فِی الْبِلَادِ ۟

دغه ټول په ظلم او سرکښۍ کې له بريده واوښتل، هر يو په خپل ښار کې له بريده واوښتی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 89

فَاَكْثَرُوْا فِیْهَا الْفَسَادَ ۟

او د کفر او ګناهونو په خپرولو سره يې ډېره ورانکاري پکې کړې وه. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 89

فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ۟ۚۙ

نو الله هغوی ته سخت عذاب ور وڅکلو، او له ځمکې يې له بېخه واېستل. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 89

اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ۟ؕ

اې رسوله! پرته له شکه پالونکی دې د خلکو کړنې څاري او ګوري، تر څو د ښو بدله جنت ورکړي او د بدو بدله په دوزخ سره ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 89

فَاَمَّا الْاِنْسَانُ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهٗ فَاَكْرَمَهٗ وَنَعَّمَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَكْرَمَنِ ۟ؕ

خو د انسان طبيعت داسې دی چې کله يې پالونکی و ازمويي او عزت ورکړي، او د مال، اولاد او مرتبې پېرزوينه پرې وکړي، هغه دا ګومان کوي چې هغه د الله په وړاندې عزتمن دی؛ نو وايي: الله زه ونازولم ځکه چې زه يې د ناز وړ وم. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 89

وَاَمَّاۤ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَهَانَنِ ۟ۚ

او کله يې چې وازمويي او روزي ورباندې تنګه کړي، نو بيا هغه دا ګومان کوي چې ګواکې هغه يې د خپل پالونکي په وړاندې سپک دی؛ نو وايي: پالونکي مې سپک کړم. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 89

كَلَّا بَلْ لَّا تُكْرِمُوْنَ الْیَتِیْمَ ۟ۙ

هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه دغه انسان يې چې فکر کړی چې نعمتونه د الله له خپل بنده څخه د خوښۍ دليل دی او سختۍ د دې خبرې دليل دی چې بنده د الله په وړاندې سپک دی، بلکې اصل خبره داده چې تاسو پر هغه څه چې الله یې روزي درکړې د يتيم درناوی نه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 89

وَلَا تَحٰٓضُّوْنَ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ۙ

او ځينې مو ځينې نور هغه بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅوي چې د ژوند تېرولو څه نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 89

وَتَاْكُلُوْنَ التُّرَاثَ اَكْلًا لَّمًّا ۟ۙ

او د کمزورو ښځو او يتيمانو حقوق په سختو خوړلو سره داسې خورئ چې د رواوالي خيال يې نه ساتئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 89

وَّتُحِبُّوْنَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ۟ؕ

او مال ډېر زيات خوښوئ، چې د الله په لار کې په لګولو يې د حرص له امله بخيلي کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 89

كَلَّاۤ اِذَا دُكَّتِ الْاَرْضُ دَكًّا دَكًّا ۟ۙ

په کار نه ده چې دا ستا عمل وي، در په ياد کړئ کله چې ځمکه سخته وخوځول شي او ولړزيږي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 89

وَّجَآءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ۟ۚ

اې رسوله! چې کله ستا پالونکی د خپلو بندګانو ترمنځ د پرېکړې لپاره راشي او پرېښتې هم کتار کتار راشي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• فضل عشر ذي الحجة على أيام السنة.
د ذوالحجې مياشتې د لسو ورځو غوراوی د ټول کال پر ورځو. info

• ثبوت المجيء لله تعالى يوم القيامة وفق ما يليق به؛ من غير تشبيه ولا تمثيل ولا تعطيل.
د قيامت په ورځ د الله د راتګ ثبوت څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب وي، پرته له تشبيه، تمثيل او تعطيل څخه. info

• المؤمن إذا ابتلي صبر وإن أعطي شكر.
مؤمن چې کله وازمويل شي صبر کوي او کله څه ورکړل شي شکر وباسي. info