قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
99 : 7

اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِ ۚ— فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠

وګورئ تاسې چې الله تعالی دوی ته څومره مهلت ورکړی و، او په دوی یې نعمتونه کړي وو د طاقت ورکولو نه او د پراخۍ د رزق نه لپاره د مهلت ورکولو د دوی؛ نو آیا په امن کې دي دا درواغ ګڼوونکي خلک د دې کلیو والاو نه د الله تعالی د عذاب او د هغه د پټ تدبیر نه؟ نو نه په امن کیږي د الله تعالی د عذاب نه مګر هلاک کیدونکي خلک، او هغوی چې توفیق ورته ورکړی شوی نو د الله تعالی د عذاب څخه ویریږي، نو نه دوکه کیږي په هغو نعمتونو چې په دوی باندې شوي، بلکې دوی دا په ځان باندې د الله تعالی احسان ګڼي، نو شکر یې ادا کوي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• الإيمان والعمل الصالح سبب لإفاضة الخيرات والبركات من السماء والأرض على الأمة.
ایمان او نیک عمل؛ له زمکې او آسمان څخه پر بنده باندې د نعمتونو او برکتونو د راتللو سبب دی. info

• الصلة وثيقة بين سعة الرزق والتقوى، وإنْ أنعم الله على الكافرين فإن هذا استدراج لهم ومكر بهم.
او د رزق د پراخوالي او تقوا ترمنځ اړیکه ډیره مضبوطه ده، او که چیرته الله تعالی په کافرانو باندې نعمتونه وکړي نو دا د هغوی لپاره مهلت دی او په هغوی باندې چل دی. info

• على العبد ألا يأمن من عذاب الله المفاجئ الذي قد يأتي في أية ساعة من ليل أو نهار.
بنده لره پکار ده چې د الله تعالی د ناڅاپي عذاب څخه په امن کې نشي هغه چې کیدای شي د شپې او د ورځې په هره برخه کې راشي. info

• يقص القرآن أخبار الأمم السابقة من أجل تثبيت المؤمنين وتحذير الكافرين.
قران کریم د پخوانیو امتونو حالات او واقعات بیانوي لپاره د کلکوالي د مومنانو او لپاره د ویرې ورکولو کافرانو ته. info