قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
8 : 59

لِلْفُقَرَآءِ الْمُهٰجِرِیْنَ الَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَاَمْوَالِهِمْ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانًا وَّیَنْصُرُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ ۟ۚ

د دغه مال يوه برخه به د الله په لار کې هغو بې وزلو مهاجرو ته ورکول کيږي چې د خپلو مالونو او اولادونو پرېښودلو ته اړ اېستل شوي دي، هغوی هيله لري چې الله به په دنيا کې د روزي او په آخرت کې د رضا پېرزوينه پرې وکړي، هغوی د الله مرسته کوي او د الله په لار کې په جهاد سره د هغه د رسول مرسته کوي، همدغه پر دغو صفتونو متصف خلک په رېښتيا په ايمان کې راسخ خلک دي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• فعل ما يُظنُّ أنه مفسدة لتحقيق مصلحة عظمى لا يدخل في باب الفساد في الأرض.
د لوی مصلحت د را منځته کولو لپاره د هغه څه ترسره کول چې د مفسدې ګومان پرې کيږي په ځمکه کې په فساد کې نه داخليږي. info

• من محاسن الإسلام مراعاة ذي الحاجة للمال، فَصَرَفَ الفيء لهم دون الأغنياء المكتفين بما عندهم.
د اسلام له ښېګڼو څخه دا دي چې مال ته د اړتيا لرونکي خيال ساتي، نو ولجې هغوی ته ورکوي پرته له دې چې هغو شتمنو ته یې ورکړي چې له هغوی سره دومره څه وي چې بسنه يې پرې کيږي. info

• الإيثار منقبة عظيمة من مناقب الإسلام ظهرت في الأنصار أحسن ظهور.
بل ته لومړيتوب ورکول د اسلام له لوړو ښو خويونو څخه دي چې په انصارو کې په ښه ډول ښکاره شول. info