قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
9 : 57

هُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ عَلٰی عَبْدِهٖۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ لِّیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ بِكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

همغه ذات دی چې پر خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم يې څرګند آيتونه نازلوي، ترڅو مو د کفر او ناپوهۍ له تيارو د ايمان او پوهې رڼا ته را وباسي، او پرته له شکه الله پر تاسو نرمي کوونکی مهربان دی کله يې چې تاسو ته خپل نبي د لارښود او زيري ورکوونکي په توګه ولېږلو. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• المال مال الله، والإنسان مُسْتَخْلَف فيه.
مال په اصل کې د الله دی، انسان په هغو کې ځای ناستی دی. info

• تفاوت درجات المؤمنين بحسب السبق إلى الإيمان وأعمال البر.
د مؤمنانو د مرتبو توپير دهغوی له لوري ايمان او د خيرکارونو ته د ور مخکې کېدو سره سم وي. info

• الإنفاق في سبيل الله سبب في بركة المال ونمائه.
د الله په لار کې لګښت کول په مال کې د برکت او زياتولي لامل کيږي. info