قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
190 : 3

اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی الْاَلْبَابِ ۟ۚۖ

یقینا له نشت نه د اسمانونو او ځمکو په پیدا کولو کې پرته له مخکنۍ بیلګې څخه او یو بل پسې د شپې او ورځې تګ راتګ او په هغه توپير چې د دوی په اوږدوالی او لنډوالي کې دی؛ خامخا ښکاره دلیلونه دي د سالم عقل خاوندانو لپاره، ښودنه کوي دوی ته د دنیا په پیداکوونکي چې یواځې د عبادت مستحق دی. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• من صفات علماء السوء من أهل الكتاب: كتم العلم، واتباع الهوى، والفرح بمدح الناس مع سوء سرائرهم وأفعالهم.
د اهل کتابو د بدو عالمانو له ځانګړتیاوو څخه ځنې یې عبارت دي له: د علم پټول، د خواهشاتو پیروي کول او د خپلو ناوړه رازونو او کړنو سره سره د خلکو په ستاینه خوشحاله کیدل. info

• التفكر في خلق الله تعالى في السماوات والأرض وتعاقب الأزمان يورث اليقين بعظمة الله وكمال الخضوع له عز وجل.
په اسمانونو او زمکه کې د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر کول او د وخت اوختل راوختل انسان ته د الله تعالی پر لوی والي باور ورپه برخه کوي او په پوره توګه هغه ته تسلمیږي. info

• دعاء الله وخضوع القلب له تعالى من أكمل مظاهر العبودية.
د الله تعالی نه دعا غوښتل او هغه ته د زړه عاجزي کول د پوره بندګۍ نښه ده. info