قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
71 : 28

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ الَّیْلَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِضِیَآءٍ ؕ— اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ ۟

ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله پر تاسو شپه د تل لپاره همداسې اوږده کړي، چې د قيامت تر ورځې نه ختميږي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود شته چې تاسو ته د ورځې غوندې رڼا راولي؟! نو آيا دغه دليلونه نه اورئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې تاسو ته دغه راولي؟!. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• تعاقب الليل والنهار نعمة من نعم الله يجب شكرها له.
د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل د الله له نعمتونو يو نعمت دی چې هغه لره يې شکر اېستل واجب دي. info

• الطغيان كما يكون بالرئاسة والملك يكون بالمال.
سرکښي لکه څنګه چې د مشرۍ او پاچايۍ له امله کيږي همدارنګه د مال له امله هم کيږي. info

• الفرح بَطَرًا معصية يمقتها الله.
د لويۍ له امله خوشحالي کول ګناه ده چې الله پرې په غوسه کيږي. info

• ضرورة النصح لمن يُخاف عليه من الفتنة.
د هغه چا لپاره د نصيحت اړتيا چې په اړه يې د فتنې وېره وي. info

• بغض الله للمفسدين في الأرض.
په ځمکه کې دوران کاروسره دالله تعالی بغض[بدګڼل] info