قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
58 : 2

وَاِذْ قُلْنَا ادْخُلُوْا هٰذِهِ الْقَرْیَةَ فَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَّادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَّقُوْلُوْا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطٰیٰكُمْ ؕ— وَسَنَزِیْدُ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او د الله تعالی له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ تاسو ته وویل: بیت المقدس ته ننوځئ او له هغو پاکو شیانو څخه چې هلته دي وخورئ ، له هر ځایه مو چې خوښه وي خوندور او پراخه، او د ننوتلو پر مهال په رکوع او عاجزئ سره ننوځئ او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړئ او داسې ووایئ: اې زمونږه ربه! زمونږ تېروتنې وبښه؛ مونږ به ستاسو دعاګانې قبولې کړو او زر ده چې د نېکي کوونکو په کړنو کې به د هغوی د نېکیو برابر ثواب ور زیات کړو. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• كل من يتلاعب بنصوص الشرع ويحرّفها فيه شَبَهٌ من اليهود، وهو مُتوعَّد بعقوبة الله تعالى.
هر هغه څوک چې د شریعت په نصوصو لوبي کوي او هغه بدلوي نو د یهودیانو سره ورته والی لري او الله تعالی ورسره د عذاب ژمنه کړې ده. info

• عِظَمُ فضل الله تعالى على بني إسرائيل، وفي مقابل ذلك شدة جحودهم وعنادهم وإعراضهم عن الله وشرعه.
په بني اسرائیلو باندې د الله تعالی د فضل لویوالی او د دې په مقابل کې د هغوی انکار او سرکشي او مخ اړول له الله تعالی او د هغه له شریعت څخه. info

• أن من شؤم المعاصي وتجاوز حدود الله تعالى ما ينزل بالمرء من الذل والهوان، وتسلط الأعداء عليه.
د ګناهونو او د الله تعالی له حدودو څخه د تېري کولو سپېره والی دادی چې انسان په ذلت او خواري اخته کوي او دښمنان پرې مسلط کېږي. info