قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
26 : 19

فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ

پس خوره د دې تازه کجورو نه، او څښه د دې اوبو څخه، او خوشحاله شه ستا په بچي باندې او مه خپه کیږه، نو که چیرته تا ولیده یو کس د خلکو نه پس پوښتنه یې وکړه ستا نه د دې بچي باره کې نو ته ورته ووایه: ما لازم کړې (نذر مې کړی) په خپل ځان باندې د خپل رب لپاره چوپتیا د خبرو نه، نو زه خبرې نه کوم نن ورځ هیچا سره د خلکو نه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 19

فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟

نو مریم -علیها السلام- خپل بچی خپل قوم ته په غیږ کې راوړ، نو قوم ئې ورته وویل په داسې حال کې چې نا اشنا ګڼوونکي وو دې لره: ای مریم! یقینا تا راتګ کړی یو ډیر لوی بد کار ته، هغه دا چې تا بچی راوړی پغیر د پلاره. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 19

یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ

ای د هارون په شان په عبادت کوونکې! (او دا یو نیک عمله سړی و) نه و ستا پلار بد کاره، او نه دې مور بدکاره وه، نو ته د یوې پاکې کورنۍ څخه ئې چې مشهوره ده په نیکیو باندې، نو تا څنګه بچی راوړ پغیر د پلاره؟!. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 19

فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟

نو هغې خپل ځوی عیسی -علیه السلام- ته اشاره وکړه او هغه ئې په غیږ کې و، او قوم ئې هغه ته په تعجب کې وویل: مونږ څرنګه د ماشوم سره خبرې وکړو او حال دا چې هغه په غیږ کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 19

قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ

عیسی -علیه السلام- وویل: یقینا زه د الله تعالی بنده یم؛ ما ته ئې انجیل راکړی، او زه ئې د خپلو پیغمبرانو څخه یو پیغمبر ګرځولی یم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 19

وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ

او ګرځولی ئې یم زه فایده مند د بندګانو لپاره هر ځای چې زه یم، او ما ته ئې امر کړی په ادا کولو د لمانځه او په ورکولو د زکات تر څو چې زه ژوندی یم. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟

او ګرځولی یې یم زه نیکي کوونکی د خپلې مور سره، او نه یې یم ګرځولی زه لویي کوونکی د خپل رب د تابعدارۍ نه، او نه نافرمانه هغه لره. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 19

وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟

او په امان کې یم زه د شیطان او د هغه د ملګرو نه زما د پيدایښت په ورځ او زما د مړ کیدلو په ورځ او زما د بیرته راژوندي کیدلو په ورځ په قیامت کې، نو زه په دې دریو واړو هیبتناکو ځایونو کې شیطان نه یم ګډوډ کړی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 19

ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

دغه موصوف په دې صفاتو سره عیسی بن مریم دی، او دا بیان د دې باره کې همدا ریښتیا بیان دی، نه هغه چې ګمراهان ئې وائي هغوی چې د هغه په کار کې شک او اختلاف کوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 19

مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ

نه ښائيږي الله تعالی لره چې ودې نیسي بچي، پاک دی د دې نه، کله چې اراده وکړي د یو کار، نو کافي دی هغه لره چې بس ووائي دې کار ته: (وشه)، نو هغه خامخا کیږي، نو څوک چې داسې وي نو یقینا هغه پاک دی د بچي نه. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 19

وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او یقینا الله پاک رب زما دی او رب ستاسې د ټولو دی، نو تاسې یواځې هغه ته بندګي خاص کړئ، دا ما چې تاسې ته کوم بیان وکړ همدا سمه نیغه لار ده رسیدونکې ده د الله تعالی رضامنتیا ته. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 19

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

نو اختلاف وکړ اختلاف کوونکو د عیسی علیه السلام باره کې پس شول دوی بېلابېلې ډلې د هغه د قوم نه، نو ځینو پرې ایمان راوړ او وئې ویل: دا پیغمبر دی، او ځینو پرې کفر وکړ لکه یهودیانو، همدارنګه ځینو ډلو د دې باره کې د حد نه تیری وکړ، نو ځینو پکې وویل چې: دا الله دی، او ځینو وویل: دا د الله تعالی زوی (نازولی) دی، اوچت دی الله تعالی د دې نه، پس هلاکت دی اختلاف کوونکو لره د دې باره کې د حاضریدو د قیامت د لویې ورځې نه سره د هغو صحنو او حساب او سزا نه چې په دې لویه ورځ کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 19

اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

څومره ښه اوریدل به کوي دوی په دغه ورځ او څومره ښه لیدل به کوي، دوی اوریدل وکړل خو لیکن په داسې وخت کې چې اوریدلو ورته فایده ورنه کړه، او دوی لیدل وکړل خو په هغه وخت کې چې لیدلو به ورته فایده ورنه کړي، خو لیکن ظالمان خلک په دنیا کې په ښکاره ګمراهۍ کې دي د سمې لارې نه، نو دوی اخرت ته نه تیاریږي تر دې چې ناڅاپه ورته راشي او دوی به په خپل ظلم کې وي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• في أمر مريم بالسكوت عن الكلام دليل على فضيلة الصمت في بعض المواطن .
مریم -علیها السلام- ته په چپ کیدلو باندې امر کولو کې دلیل دی په بهتروالي د چپ کیدلو په بعضو ځایونو کې. info

• نذر الصمت كان جائزًا في شرع من قبلنا، أما في شرعنا فقد دلت السنة على منعه.
له موږ مخکې شريعتونو کې د چوپتيا نذر منل روا و، خو زموږ په شريعت کې سنت د هغو پر ممانعت دلالت کوي. info

• أن ما أخبر به القرآن عن كيفية خلق عيسى هو الحق القاطع الذي لا شك فيه، وكل ما عداه من تقولات باطل لا يليق بالرسل.
قرآن کریم چې د عیسی -علیه السلام- د پیدایشت باره کې کومه واقعه بیان کړې هغه حقه او سمه ده چې هیڅ شک پکې نشته، او د دې نه پرته چې کومې خبرې دي هغه باطلې دي د پيغمبرانو د شان سره نه دي مناسب. info

• في الدنيا يكون الكافر أصم وأعمى عن الحق، ولكنه سيبصر ويسمع في الآخرة إذا رأى العذاب، ولن ينفعه ذلك.
په دنیا کې کافر د حق نه کوڼ او ړوند وي، خو لیکن په اخرت کې چې کله عذاب وویني بیا حق اوري هم او وینې به ئې هم، خو دغه اوریدل او لیدل به دې ته هیڅ فایده نشي ورکولی. info