قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى: 299:293 close

external-link copy
54 : 18

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ اَكْثَرَ شَیْءٍ جَدَلًا ۟

او یقینا مونږ بیان کړي په مختلف ډول په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوي قرآن کې ډیرې زیاتې بیلګې د مثالونو د دې لپاره چې دا خلک ترې پند او نصیحت واخلي، لیکن انسان -او په ځانګړې توګه کافر- چې دی ډیر څه چې د هغه نه لیدل کیږي هغه جګړه کول دي په ناحقه سره. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 18

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰی وَیَسْتَغْفِرُوْا رَبَّهُمْ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ۟

او نه دي حایل شوي د ضدي کافرانو او په منځ د ایمان راوړلو په هغه څه باندې چې محمد صلی الله علیه وسلم د خپل رب له طرفه راوړی او نه دی حایل شوی په منځ د دوی کې او غوښتلو د مغفرت د الله تعالی نه د خپلو ګناهونو لپاره د بیان کموالی، نو پس یقینا بیان شوي دوی لره مثالونه په قرآن کریم کې، او راغلي دوی ته واضحه دلیلونه، بلکې یقینا بند کړي دوی لره غوښتلو د دوی -په زور سره- راتلل د عذاب د پخوانیو امتونو په شان په دوی باندې، او لیدلو د هغه عذاب چې دوی سره یې وعده کړی شوی. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 18

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— وَیُجَادِلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَمَاۤ اُنْذِرُوْا هُزُوًا ۟

او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو ئې زمونږ د پیغمبرانو څخه مګر زیري ورکوونکي ایمان والاوو او نیکیو والا لره، او ویره ورکوونکي کافرانو او ګناهګارانو ته، او نشته دوی لره واک او زور د خلکو په زړونو چې په زور یې په هدایت باندې مجبور کړي، او جګړې کوي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی باندې د پیغمبرانو سره؛ سره د ښکاره والي د دلیل دوی ته؛ د دې لپاره چې ونړوي په خپل باطل سره حق لره هغه چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، او ګرځولی دوی قرآن کریم او هغه څه چې دوی ته پرې ویره ورکړی شوی خندا او مسخرې. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 18

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ فَاَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِیَ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ تَدْعُهُمْ اِلَی الْهُدٰی فَلَنْ یَّهْتَدُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟

او نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې پند ورکړی شوی هغه ته په آیتونو د رب د ده، نو پروا یې ونه کړه په هغه څه چې پدې کې دي د وعید او عذابه، او مخ یې واړاوه د پند اخیستلو نه په دې باندې، او هیر کړي یې دي هغه ګناهونه چې مخکې یې کړي په خپل دنیوي ژوند کې د کفر او ګناهونو څخه او د هغو څخه یې توبه نه وي ویستلې، یقینا مونږ ګرځولی په زړونو د هغه چا چې دا یې صفت دی پردې چې منعه کوي یې د قرآن کریم د پوهې نه، او په زړونو د دوی کې کوڼوالی دی د قرآن کریم د اوریدلو نه، نو نه اوري دې لره په اوریدلو د قبلولو، او که ته چیرته دوی راوغواړي ایمان طرف ته نو دوی هیڅکله نه قبلوي هغه څه چې ته یې ورته دعوت ورکوې تر کومه چې د دوی په زړونو باندې دا پردې وي، او په غوږونو کې یې کوڼوالی وي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 18

وَرَبُّكَ الْغَفُوْرُ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— لَوْ یُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوْا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ؕ— بَلْ لَّهُمْ مَّوْعِدٌ لَّنْ یَّجِدُوْا مِنْ دُوْنِهٖ مَوْىِٕلًا ۟

او دا چې نبي - صلی الله عليه وسلم - د درواغ ګڼونکو سزا ته لېواله نه وي، الله ورته وویل: اې ارسوله! پالونکی دې د خپلو توبه وېستونکو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، د داسې لورېينې څښتن دی چې هرڅه ته پراخه ده او د هغه له لورېينې دا هم ده چې ګناهګارانو ته فرصت ورکوي، چې کېدای شي توبه ورته وباسي، که الله تعالی دغو مخ اړوونکو ته سزا ورکولای؛ نو د دنيا په ژوند کې به يې د سزا په ورکولو بيړه کړې وای، خو هغه زغم لرونکی مهربان دی، له هغوی يې سزا وروسته کړه، تر څو توبه وباسي، بلکې د هغوی لپاره ټاکل شوی ځای او زمانه دي چې د هغوی د کفر او مخ اړونې له امله به پکې سزا ورکول کيږي که توبه ونه باسي، چې له هغه څخه به هيڅکله کوم داسې پناه ځای ونه مومي چې پناه ورته يوسي.
info
التفاسير:

external-link copy
59 : 18

وَتِلْكَ الْقُرٰۤی اَهْلَكْنٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَّوْعِدًا ۟۠

او دغه کلي د کافرانو چې نږدي دې تاسې ته لکه کلي د قوم هود او صالح او شعیب هلاک کړل مونږ دوی لره کله چې دوی په خپلو ځانونو باندې په کفر او ګناهونو سره ظلم وکړ، او مونږ مقرر کړی و د دوی هلاکت لره وخت او نیټه مقرره. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 18

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِفَتٰىهُ لَاۤ اَبْرَحُ حَتّٰۤی اَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَیْنِ اَوْ اَمْضِیَ حُقُبًا ۟

او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه وخت کله چې موسی -علیه السلام- خپل خادم یوشع بن نون ته وویل: زه به ځم تر څو چې زه ورسیږم ځای د یوځای کیدلو د دوو دریابونو، او یا به زه ډیره زمانه ځم تر څو چې زه مخامخ شم د هغه نیک بنده سره، نو د هغه نه به علم یاد کړم. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 18

فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَیْنِهِمَا نَسِیَا حُوْتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ سَرَبًا ۟

نو دا دواړه لاړل، پس هر کله چې ورسېدل ځای د یوځای کیدلو د دواړو دریابونو ته، دواړو خپل هغه ماهي هیر کړ چې د ځان لپاره يې د توخې په شکل را اخیستلی و، نو الله تعالی هغه ماهي راژوندی کړ، او ویې نیوله د ځان لپاره لار په دریاب کې د سوري په شان، چې اوبه ورسره نه یوځای کیدلې. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• عظمة القرآن وجلالته وعمومه؛ لأن فيه كل طريق موصل إلى العلوم النافعة، والسعادة الأبدية، وكل طريق يعصم من الشر.
په دې آیتونو کې د قرآن کریم لويي او احترام او عام والی دی؛ ځکه چې په دې کې هره هغه لار ده چې رسیدونکې ده فایده مندو علمونو ته، او همیشنۍ نیکبختۍ ته، او هرې هغې لارې ته چې د شر نه بچ کول کوي. info

• من حكمة الله ورحمته أن تقييضه المبطلين المجادلين الحق بالباطل من أعظم الأسباب إلى وضوح الحق، وتبيُّن الباطل وفساده.
د الله تعالی د حکمت او مهربانۍ څخه دا دي چې د حق سره په باطله جګړه کوونکي راګیر کړي، چې دا د حق د بیانولو او د باطل د فساد د ښکاره کولو د سببونو څخه یو لوی سبب دی. info

• في الآيات من التخويف لمن ترك الحق بعد علمه أن يحال بينه وبين الحق، ولا يتمكن منه بعد ذلك، ما هو أعظم مُرَهِّب وزاجر عن ذلك.
په آيتونو کې د هغه چا لپاره داسې وېرونه ده چې حق يې پر هغه له پوهې وروسته پرېښی وي دا چې د هغه او حق ترمنځ به خنډ راشي او له دغه وروسته به پر هغه ونه توانيږي چې دا ترټولو لوی وېروونکی او له دغه څخه را ګرځوونکی دی. info

• فضيلة العلم والرحلة في طلبه، واغتنام لقاء الفضلاء والعلماء وإن بعدت أقطارهم.
د علم او په هغه کې د سفر کولو فضیلت، او غنېمت ګڼل د غوره او علماوو خلکو سره ملاقاتونه اګر که د هغوی ځایونه لري هم وي. info

• الحوت يطلق على السمكة الصغيرة والكبيرة ولم يرد في القرآن لفظ السمك، وإنما ورد الحوت والنون واللحم الطري.
د (حوت) لفظ ورکوټي او غټ ماهي دواړو ته ویل کیږي او په قرآن کریم کې د (سمک) لفظ ندی راغلی، بلکې د (حوت) او (نون) او تازه غوښې لفظونه ذکر شوي. info