قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
66 : 17

رَبُّكُمُ الَّذِیْ یُزْجِیْ لَكُمُ الْفُلْكَ فِی الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا ۟

رب ستاسې -ای خلکو- خاص هغه ذات دی چې چلوي تاسې لره کښتۍ په سمندر کې د دې لپاره چې تاسې د هغه رزق ولټوئ د تجارت په ګټو او نورو سره، یقینا دا الله تعالی په تاسې باندې مهربانه دی داسې چې تاسو لره یې دا وسایل اسانه کړي. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• من رحمة الله بالناس عدم إنزاله الآيات التي يطلبها المكذبون حتى لا يعاجلهم بالعقاب إذا كذبوا بها.
په خلکو باندې د الله تعالی د رحمت نه دا دي چې هغه معجزې نه رالیږي کومې چې دروغجنان خلک غواړي هسې نه چې په تلوار سره ورته سزا ورنه کړي کله چې دوی هغه دروغ وګڼي. info

• ابتلى الله العباد بالشيطان الداعي لهم إلى معصية الله بأقواله وأفعاله.
الله تعالی بندګان په شیطان باندې ازمایلي هغه شیطان چې رابلونکی دی د الله تعالی نافرمانۍ ته په خپلو ویناګانو او کارونو سره. info

• من صور مشاركة الشيطان للإنسان في الأموال والأولاد: ترك التسمية عند الطعام والشراب والجماع، وعدم تأديب الأولاد.
د شیطان د انسان سره په مال او بچو کې د شریکوالي د مثالونو نه دا دي: بسم الله نه ویل د خوراک او څښاک او کوروالي په وخت کې، او بچو ته ادب نه ورکول. info