قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
128 : 16

اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّالَّذِیْنَ هُمْ مُّحْسِنُوْنَ ۟۠

یقینا الله تعالی د هغو کسانو سره دی چې د هغه نه ویریږي په پریښودلو د ګناهونو سره، او هغه کسان چې احسان کوونکي دي په کولو د نیکیو سره، او په عملي کولو د هغه څه سره چې امر ورته پرې شوی، نو الله تعالی خاص د هغوی سره دی په مرسته کولو او تایید کولو سره. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• اقتضت رحمة الله أن يقبل توبة عباده الذين يعملون السوء من الكفر والمعاصي، ثم يتوبون ويصلحون أعمالهم، فيغفر الله لهم.
د الله تعالی د رحمت تقاضا داده چې د خپلو هغو بندګانو توبه قبوله کړي چې بدۍ کوي د کفر او ګناهونو څخه، بیا توبه وباسي او خپل اعمال برابروي، نو الله تعالی دوی ته بخنه کوي. info

• يحسن بالمسلم أن يتخذ إبراهيم عليه السلام قدوة له.
مسلمان سره دا ښه ښکاري چې ابراهیم -علیه السلام- خپل پیشوا وګرځوي. info

• على الدعاة إلى دين الله اتباع هذه الطرق الثلاث: الحكمة، والموعظة الحسنة، والمجادلة بالتي هي أحسن.
د الله تعالی لارې ته دعوت کوونکو باندې لازمه ده چې دا درې طریقې وکاروي: حکمت (پوښ علم)، ښایسته نصیحت، او په ښې طریقې سره جوابونه ورکول (مباحثه کول). info

• العقاب يكون بالمِثْل دون زيادة، فالمظلوم منهي عن الزيادة في عقوبة الظالم.
سزا به هم مثل وي پرته له زیاتي کولو، ځکه چې مظلوم هم د زیاتي کولو څخه منعه شوی ظالم لره په سزا ورکولو کې. info