قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

بەت نومۇرى:close

external-link copy
103 : 16

وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ اِنَّمَا یُعَلِّمُهٗ بَشَرٌ ؕ— لِسَانُ الَّذِیْ یُلْحِدُوْنَ اِلَیْهِ اَعْجَمِیٌّ وَّهٰذَا لِسَانٌ عَرَبِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟

او مونږ پوهیږو چې یقینا مشرکین وائې چې: یقینا محمد صلی الله علیه وسلم چې دی هغه ته قرآن کریم یو انسان ورښائي، او دوی په دې دعوه کې دروغجن دي، ځکه د هغه چا ژبه چې دوی ګومان کوي چې هغه ورته ښودنه کوي عجمي ده، او دا قرآن کریم خو نازل شوی په عربي واضحې ژبې باندې چې اوچت بلاغت لري، نو څرنګه دوی دا ګومان کوي چې یقینا دې دا قرآن کریم د یو عجمي نه اخیستلی؟! info
التفاسير:

external-link copy
104 : 16

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۙ— لَا یَهْدِیْهِمُ اللّٰهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

یقینا هغه کسان چې د الله تعالی په ایتونو ایمان نه لري چې ګویا کې دا د الله تعالی له طرفه دي الله تعالی دوی ته د هدایت طرف ته توفیق نه ورکوي ترڅو چې دوی په دې باندې وي، او دوی لره دردناک عذاب دی د هغه کفر د وجې نه چې دوی پکې دي، او د وجې د دروغ ګڼلو د هغه ایتونو لره. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 16

اِنَّمَا یَفْتَرِی الْكَذِبَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟

محمد صلی الله علیه وسلم دروغجن نه دی په هغه څه کې چې هغه پرې د خپل رب د طرفه راتګ کړی، یقینا دروغ خو هغه څوک جوړوي چې د الله تعالی ایتونه ریښتیا نه ګڼي؛ ځکه چې دوی د عذاب څخه نه ویریږي، او نه د ثواب امید لري، او همدغه کسان چې کافران دي هم دوی دروغجنان دي؛ ځکه چې دروغ د دوی هغه عادت دی چې دوی پرې عادت شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 16

مَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖۤ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّۢ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

چاچې کفر وکړو په الله تعالی باندې وروسته د ایمان نه مګر هغه څوک چې زور پرې وکړی شي په کفر باندې نو په ژبه د کفر کلمه ووایي او زړه ئې په ایمان باندې کلک وي او د هغه په حقیقت باندې یقین لري، لیکن چاچې سینه کولاو کړه کفر ته نو په ایمان باندې یې غوره کړ او په خپله رضا سره يې د کفر کلمه وویله نو دا کس د اسلام نه اوختونکی دی او په دوی باندې د الله تعالی غضب دی او دوی لره دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 16

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

دا د اسلام نه اوختل په دې وجه دي چې دوی غوره کړې هغه بدله چې دوی ئې حاصلوي د دنیا د سازوسامان څخه د دوی په اخرت باندې د کفر د وجې نه، او یقینا الله تعالی کافرانو ته د ایمان راوړلو توفیق نه ورکوي، بلکې بې لارې کوي ئې. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 16

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟

دغه کسان چې د دین نه په اوختلو سره موصوف دي دا هغه کسان دي چې الله تعالی د دوی په زړونو باندې مهر لګولی نو په نصیحت نه پوهیږي، او د دوی په غوږونو یې مهر وهلی نو د فایدې اخیستلو اوریدل پرې نشي کولی، او د دوی په سترګو پردې دی نو هغه نښي پرې نه ویني چې په ایمان دلالت کوي، او هم دوی بې پروا دي د نیکبختۍ او بدبختۍ د سببونو نه، او د هغه عذاب نه چې دوی لره الله تعالی تیار کړی. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 16

لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟

خامخا دوی به د قیامت په ورځ هم دوی تاوانیان وي هغوی چې خپل ځانونه ئې په تاوان کې اچولي په سبب د کفر د دوی وروسته د ایمان د دوی نه هغه ایمان چې که دوی پرې کلک پاتی شوی وی نو جنت ته به ننوتلی وو. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 16

ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ هَاجَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوْا ثُمَّ جٰهَدُوْا وَصَبَرُوْۤا ۙ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

بیا وروسته له دې نه ستا رب -ای پیغمبره- خامخا بخنه کوونکی او مهربانی دی په کمزورو ګڼل شویو مومنانو هغوی چې د مکې مکرمې نه یې مدینې منورې ته هجرت کړی و کله چې دوی ته مشرکینو عذاب ورکړی و او دوی یې په خپل دین کې په امتحان کړی وو تر دې چې دوی د کفر کلمه وویله او حال دا چې زړونه یې په ایمان باندې کلک وو، بیا یې د الله تعالی په لار کې جهاد وکړ د دې لپاره چې د الله تعالی د دین کلمه اوچته شي، او د کافرانو کلمه ټيته شي، او په دې لار کې یې په تکلیفونو باندې صبر هم وکړ، یقینا ستا رب وروسته د دې فتنې څخه چې دوی پرې اخته شوی وو، او د هغه عذاب څخه چې دوی ته پرې عذاب ورکړل شوی وو تر دې چې د کفر کلمه یې وویله؛ خامخا بخنه کوونکی دی دوی ته، مهربانه دی په دوی باندې، ځکه چې دوی د کفر کلمه نه وه ویلې مګر د زور د وجې نه. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• الترخيص للمُكرَه بالنطق بالكفر ظاهرًا مع اطمئنان القلب بالإيمان.
د هغه چا په زړه کې چې ایمان موجود وي او په زبردستۍ(اکراه) ورڅخه وغوښتل شي چې د کفر کلمه ووایې، نو ورته جایز دي چې دا کار وکړي. info

• المرتدون استوجبوا غضب الله وعذابه؛ لأنهم استحبوا الحياة الدنيا على الآخرة، وحرموا من هداية الله، وطبع الله على قلوبهم وسمعهم وأبصارهم، وجعلوا من الغافلين عما يراد بهم من العذاب الشديد يوم القيامة.
د دین نه اوختونکي خلک د الله تعالی د غضب او عذاب مستحق شوي دي؛ ځکه چې دوی غوره کړی ژوند د نیا په اخرت باندې، او د الله تعالی د هدایت نه محروم شوي، او الله تعالی د دوی په زړونو او غوږونو او سترګو باندې مهر لګولی، او دوی د بې پروا خلکو څخه ګرځیدلی د قیامت د ورځې د هغه سخت عذاب نه چې په دوی به راځي. info

• كَتَبَ الله المغفرة والرحمة للذين آمنوا، وهاجروا من بعد ما فتنوا، وصبروا على الجهاد.
الله تعالی بخښنه او رحمت هغه چا لره لیکلی چې ایمان یې راوړی، او هجرت یې کړی وروسته د هغو تکلیفونو نه چې دوی ته رسیدلي، او په جهاد باندې يې صبر کړی. info