Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi

Sayfa numarası:close

external-link copy
111 : 6

وَلَوْ اَنَّنَا نَزَّلْنَاۤ اِلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتٰی وَحَشَرْنَا عَلَیْهِمْ كُلَّ شَیْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ یَجْهَلُوْنَ ۟

او كه چېرې مو دوى ته ملايكې هم نازلې كړې واى، او مړيو خبرې ورسره كړې وای او ټول شيان مو د دوى په وړاندې راغونډ كړي واى، بيا به هم چمتو نه وو چې ايمان راوړي، مګر دا چې الله وغواړي خو زياتره يې نا پوهي كوي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 6

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا شَیٰطِیْنَ الْاِنْسِ وَالْجِنِّ یُوْحِیْ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُوْرًا ؕ— وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟

او په همدې توګه مو هر نبي ته انسي او جني شيطانان دښمنان ګرځولي، چې د غولونې لپاره يو بل ته په ( ظاهره) ښكلې خبرې وسوسه كوي او كه ستا رب غوښتي واى نو داسې به يې نه وو كړي، نو هماغسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 6

وَلِتَصْغٰۤی اِلَیْهِ اَفْـِٕدَةُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَلِیَرْضَوْهُ وَلِیَقْتَرِفُوْا مَا هُمْ مُّقْتَرِفُوْنَ ۟

ترڅو د هغو خلكو زړونه ورته په تلوسه كې وي چې په آخرت ايمان نه راوړي او پرې خوښ شي او هغه ناوړه كارونه ترسره كړي چې دوى يې كول غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 6

اَفَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْتَغِیْ حَكَمًا وَّهُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ اِلَیْكُمُ الْكِتٰبَ مُفَصَّلًا ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّهٗ مُنَزَّلٌ مِّنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟

آيا نو پرته له الله بل فيصله كوونكى ولټوم او حال دا چې هماغه تاسو ته (ښه پوره) څرګند كتاب را نازل كړی، او هغه كسان چې كتاب مو وركړى (ښه) پوهېږي چې هغه ستا د رب له خوا په حقه نازل شوى نو له شك كوونكو مه اوسه. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 6

وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَّعَدْلًا ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او ستا د رب وينا په رښتينولۍ او عدالت كې پوره كره ده، هيڅوك د هغه د خبرو (حكم) بدلونكى نه دى او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 6

وَاِنْ تُطِعْ اَكْثَرَ مَنْ فِی الْاَرْضِ یُضِلُّوْكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟

او كه ته د زياترو هغو خلكو خبره ومنې چې په ځمكه مېشت دي نو د الله له لارې به دې واړوي، دوى بل څه نه، صرف ګومان پسې ځي او له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 6

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ مَنْ یَّضِلُّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

بې شكه ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې لارې نه يې اوښتى وي او هماغه په لار موندونكو باندې ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 6

فَكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ بِاٰیٰتِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟

نو له هغه (حيوان) څخه خورئ چې د الله نوم پرې ياد شوى وي، كه چېرى يې په آيتونو باور لرونكي ياست. info
التفاسير: