Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi

Sayfa numarası:close

external-link copy
40 : 44

اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیْقَاتُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

بېشكه د پرېكړې ورځ د هغوى ټولو (لپاره) ټاكلى وخت دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 44

یَوْمَ لَا یُغْنِیْ مَوْلًی عَنْ مَّوْلًی شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ۙ

هغه ورځ چې هيڅ دوست به له (خپل) دوست نه څه نشي ايسارولاى او نه به مرسته ورسره كېداى شي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 44

اِلَّا مَنْ رَّحِمَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

پرته له هغه چې الله رحم پرې كړى وي، په رېښتيا همغه برلاسى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 44

اِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّوْمِ ۟ۙ

بېشكه د زقوم ونه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 44

طَعَامُ الْاَثِیْمِ ۟

د ګناهګار خوراک دى. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 44

كَالْمُهْلِ ۛۚ— یَغْلِیْ فِی الْبُطُوْنِ ۟ۙ

چې د ويلې شوې تانبې غوندې په ګېډو كې ايشيږي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 44

كَغَلْیِ الْحَمِیْمِ ۟

د خوټېدلو اوبو په شان. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 44

خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْهُ اِلٰی سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ

راويې نيسئ بيا يې د جهنم منځ ته راكاږئ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 44

ثُمَّ صُبُّوْا فَوْقَ رَاْسِهٖ مِنْ عَذَابِ الْحَمِیْمِ ۟ؕ

بيا يې د سر له پاسه د خوټېدلو اوبو عذاب ورتويې كړئ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 44

ذُقْ ۖۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْكَرِیْمُ ۟

وڅكه! ته خو ډېر عزتمن لوى مشر وې. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 44

اِنَّ هٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهٖ تَمْتَرُوْنَ ۟

بېشكه دا هغه څه دي چې تاسي پكې شک كولو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 44

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ مَقَامٍ اَمِیْنٍ ۟ۙ

په رېښتیا متقيان به په يو ډاډمن ځاى كې وي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 44

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚۙ

په باغونو او چينو كې. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 44

یَّلْبَسُوْنَ مِنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟ۚۙ

له نريو او غټو ورېښمو څخه به اغوندي (او) مخامخ به سره ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 44

كَذٰلِكَ ۫— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟ؕ

همداسې (بالكل) او د غټو سترګو والا حورو سره به يې واده وكړو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 44

یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

په ډاډمنه توګه به هر ډول مېوې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 44

لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا الْمَوْتَ اِلَّا الْمَوْتَةَ الْاُوْلٰی ۚ— وَوَقٰىهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟ۙ

له همغه لومړي مرګ پرته به هلته بل مرګ نه څكي او د جهنم له عذابه به يې وژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 44

فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

ستا د پالونکي له لوري يو فضل دى، دا لوى برى دى. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 44

فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

نو خبره دا ده چې هغه مو ستا په ژبه آسانه كړ د دې لپاره چې هغوى پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 44

فَارْتَقِبْ اِنَّهُمْ مُّرْتَقِبُوْنَ ۟۠

نو ته انتظار كوه، هغوى هم انتظار كوونكي دي. info
التفاسير: