Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi

اسراء

external-link copy
1 : 17

سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 17

وَاٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًا ۟ؕ

موږ له دې مخكې موسى (علیه السلام) ته كتاب وركړى و، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى و، له دې سپارښت سره چې له ما څخه پرته بل څوک خپل معتمد (ذمه وار) مه نيسئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 17

ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا ۟

تاسي د هغو خلكو ځوځات (اولاده) ياست چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو، او نوح يو شكر كوونكى بنده و. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 17

وَقَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟

او موږ په خپل كتاب كې بني اسرائيل پر دې هم خبر كړي وو چې تاسي به په ځمكه كې دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ كړئ، او لويه سركښي به وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 17

فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا ۟

نو كله چې د هغو د لومړۍ سركښۍ وخت راغى؛ نو اى بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسې بندګان راپاڅول چې په جنګ كې ډېر زورور وو او هغوى ستاسي په هېواد كې په ننوتلو هر لوري ته خواره شول، دا يوه پوره كېدونكې وعده وه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 17

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَاَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَجَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا ۟

له دې وروسته موږ تاسي ته پر هغو د برلاسۍ موقع دركړه او له تاسو سره مو د مال او اولاد په دركولو مرسته وكړه او ستاسي شمير مو هم ډېر زيات كړ. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 17

اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ ۫— وَاِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا ؕ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَلِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّلِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا ۟

(ګورئ!) كه تاسو ښېګڼه وكړه نو هم خپلو ځانو سره مو وكړه، او كه بدى مو وكړه نو هم خپل ځان سره، نو كله چې وروستۍ (دويمه) نېټه راغله (بيا مو دښمن برلاسى كړ) چې ستاسو مخونه در بدرنګ كړي او مسجد (بيت المقدس) ته هماغسې ننوځي لكه چې اول ځل ورننوتلي وو او پر څه چې برلاسي شي هغه تبا كړي، په پوره تبا کولو سره. info
التفاسير: