Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi

Sayfa numarası:close

external-link copy
109 : 3

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠

او خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د هغه څه چې په ځمکه او اسمانونو کې دي، پيدایش او واک دواړه د الله په اختیار کې دي، او خاص الله تعالی ته ورګرځیدل د ټولو مخلوقاتو دي، نو هر یو ته به د خپل حق په اندازه بدله ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 3

كُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ ؕ— وَلَوْ اٰمَنَ اَهْلُ الْكِتٰبِ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ وَاَكْثَرُهُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟

تاسو -ای د محمد صلی الله علیه وسلم امته- په ایمان او عمل کې د ټولو هغو امتونو څخه غوره امت یاست چې الله تعالی د خلکو لپاره راایستلي دي، او د ټولو خلکو نه تاسو خلکو لره ډیره فایده ورکوونکی یاست، تاسو امر کوئ په هغو نیکو چې شرع پرې دلالت کوي او عقل یې ښه ګڼي، او له هغو بدیو څخه خلک منع کوئ چې شرعې ترې نهې کړې ده او عقل يې هم بد ګڼي، او تاسو په الله تعالی باندې کلک ایمان لرئ داسې ایمان چې عمل ورسره هم وي. او که چیرته اهل کتابو (یهودو او نصاراو ) په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې ایمان راوړی وی نو دا به د دوی لپاره په دنیا او آخرت دواړو کې ډيره بهتره وه. د اهل کتابو څخه ډیر لږ خلک د -محمد صلی الله علیه وسلم- په راوړونکي شریعت ایمان راوړي، او ډیری له دوی څخه د الله تعالی له دین څخه وتلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 3

لَنْ یَّضُرُّوْكُمْ اِلَّاۤ اَذًی ؕ— وَاِنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ یُوَلُّوْكُمُ الْاَدْبَارَ ۫— ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟

-ای مومنانو- او چې هغوئ ستاسو سره څومره دښمني کوي نو تاسو ته او ستاسو دین ته هیڅ ضرر نشي دررسولی مګر په ژبه تکلیف دررسوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او تاسو پوري مسخرې کوي او داسی نور، او که چیرته تاسو سره جنګ وکړي نو ستاسو له مخې نه به ناکام تښتي، او په تاسو به هیڅکله بریالي نشي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 3

ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ اَیْنَ مَا ثُقِفُوْۤا اِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللّٰهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَیَقْتُلُوْنَ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ ؕ— ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّكَانُوْا یَعْتَدُوْنَ ۟ۗ

بی عزتي او ټیټوالی په یهودو پسی نښتی دی، چې هر ځای کې وي دوی به ذلیله او خوار وي، نو پس دوی نه شي بچ کیدی مګر په لوظ یا امن د الله تعالی له طرفه او یا د خلکو له طرفه، او اخته شول دوی په غضب د الله تعالی، او کېښودل شوه لوږه او غربت ګردچاپیره په دوی باندې، دا هر څه چې په دوی باندې وشو دا دوی د کفر له وجی نه د الله تعالی په آیتونو، او په سبب د قتلولو د دوی خپلو پیغمبرانو لره په ظلم سره، او همدارنګه په سبب د نافرمانۍ د دوی او په سبب د تجاوز د دوی د الله تعالی له پولو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 3

لَیْسُوْا سَوَآءً ؕ— مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اُمَّةٌ قَآىِٕمَةٌ یَّتْلُوْنَ اٰیٰتِ اللّٰهِ اٰنَآءَ الَّیْلِ وَهُمْ یَسْجُدُوْنَ ۟

ټول اهل کتاب ندي برابر پدې بد حال کې، بلکه له دوی څخه یوه ډله شته چې د الله تعالی په دین برابره ده، عمل کوونکې ده د الله تعالی په حکمونو او ځان ساتونکې ده د هغه له منهیاتو څخه، د الله تعالی آیتونه د شپې په څه حصه کې لولي او حال دا چې هغوئ لمونځ کوونکي وي الله تعالی ته، دا ډله د محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر کیدو څخه مخکې وه، او کومو چې يې د محمد صلی الله علیه وسلم پیغمبري راګیره کړې وه نو ایمان يې راوړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 3

یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَیَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُسَارِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

ایمان لري په الله تعالی او په ورځ د اخرت کلک ایمان، او امر کوي په نیکو او د خیر په کارونو، او منع کوي خلک له بدو او د شر له کارونو څخه، او وړاندي والی کوي د خیر کارونو ته، او د نیکیو وختونه غنیمت ګڼي، دغه کسان چې دا صفتونه لري د الله تعالی له بندګانو څخه هغه کسان دي چې نیتونه یې هم برابر دي او عملونه هم. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 3

وَمَا یَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَلَنْ یُّكْفَرُوْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ ۟

او هغه چې کوي يې دا خلک څه د خیر کار نه؛ که لږ وي او که ډیر، نو بس د دوی ثواب به نه ضایع کیږی، او د دوی اجر به هم نه کمیږي، او الله تعالی ښه پوهه دې په متقیانو باندې هغه کسان چې د الله تعالی اوامر عملي کوي، او له منهیاتو څخه یې ځان ساتي، نشي پټیدلی په هغه باندې د دوی له اعمالو څخه هیڅ شی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي. info
التفاسير:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• أعظم ما يميز هذه الأمة وبه كانت خيريتها - بعد الإيمان بالله - الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر.
هغه غټ صفت چې دا امت پرې له نورو څخه ځانګړی کیږی او د غوروالي سبب یې دی - په الله تعالی له ایمان څخه وروسته- هغه په نیکیو باندې امر کول او له بدیو څخه منع کول دي. info

• قضى الله تعالى بالذل على أهل الكتاب لفسقهم وإعراضهم عن دين الله، وعدم وفائهم بما أُخذ عليهم من العهد.
الله تعالی په اهل کتابو باندې د ذلت فیصله کړې د هغوی د نافرمانۍ او د الله تعالی له دین څخه د مخ اړولو په وجه، او د دوی د بې وفايۍ له امله د دوی په هغه لوظ چې له دوی څخه اخیستل شوی و. info

• أهل الكتاب ليسوا على حال واحدة؛ فمنهم القائم بأمر الله، المتبع لدينه، الواقف عند حدوده، وهؤلاء لهم أعظم الأجر والثواب. وهذا قبل بعثة النبي محمد صلى الله عليه وسلم.
ټول اهل کتاب په یو حال ندي؛ ځینې له دوی څخه د الله تعالی په حکم ولاړ دي، د الله تعالی د دین تابعدار دي، د هغه له پولو څخه نه اوړي، او د دې کسانو لپاره لوی اجر او ثواب دي. او دا د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبر کیدو څخه مخکي وو. info