ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - රුව්වාද් පරිවර්තන මධ්‍යස්ථානය

انسان

external-link copy
1 : 76

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟

په تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هيڅ د يادېدو شى نه و. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 76

اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ

انسان خو په رېښتيا موږ له يو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ چې هغه و ازمويو؛ نو اورېدونكى ليدونکی مو وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 76

اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟

موږ لار ورښودلې ده ( نو اوس به) يا شكر اېستونكى او يا به ناشكره شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 76

اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟

(او) د كافرانو لپاره موږ ځنځيرونه، زندۍ او لمبه وهونكى اور چمتو كړى. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 76

اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ

بېشكه نېكان به په جنت كې له داسې جامونو (شراب) څښي چې ګډون به يې كافور وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 76

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟

دا يوه چينه ده چې د الله (غوره) بندګان يې (اوبه) څښي، ( چېرته يې چې غواړي) بهوي به يې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 76

یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟

هغوی نذر پوره كوي او له هغې ورځې ډارېږي چې د هغې شر خپور دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 76

وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟

او له هغه سره د مينې سربېره، بې وزله، يتيم او بندي ته خواړه وركوي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 76

اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟

(وايي) موږ يوازې د الله د مخ لپاره خواړه دركوو، نه له تاسې بدله غواړو او نه مننه (تشکري) info
التفاسير:

external-link copy
10 : 76

اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟

موږ په رېښتيا له خپل پالونکي ډارېږو، د سخت كړاو اوږدې ورځې (عذاب) څخه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 76

فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ

نو الله به يې د هغې ورځې له شره وساتي او تازګي او خوښي به وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 76

وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ

او د صبر بدله كې به يې جنت او ورېښمين لباس وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 76

مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ

په تختونو به هلته تكيه وهلي ناست وي، نه به د لمر ګرمي پكې ويني او نه (د ژمي) ساړه. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 76

وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟

سيورى به يې ورباندې رانېږدې او مېوې به يې راټيټې شوې آسانه وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 76

وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ

او پر هغوى به د سپينو زرو لوښي او د شيشو ګيلاسونه ګرځول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 76

قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟

شيشې هم د سپينو زرو په ډول چې سمبالوونكو به سم په اندازه (ډك) كړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 76

وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ

او پر هغوى به هلته داسې جامونه څښل كيږي چې ګډون به يې سونډ وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 76

عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟

دا په جنت كې يوه چينه ده چې سلسبيل بلل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 76

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟

او پر هغوى به تلپاتې هلكان ګرځي راګرځي. چې ته يې ووينې د خپرو ورو ملغلرو ګومان به پرې كوې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 76

وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟

او چې ته هرې خواته وګورې سراسر نعمتونه او لويه پاچايي به وينې. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 76

عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟

د پاسه د دوی به جامې د نریو شنو وريښمو وي او غټ وریښم (به لاندې وي) او اچولی کیږي به دوی ته بنګړي د سپینو زرو او ورڅښوي به دوی ته رب د دوی د څښلو څيز پاکوونکی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 76

اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠

بېشكه همدا ستاسې بدله ده او ستاسې هلې ځلې د قدر وړ دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 76

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ

بېشکه همدا موږ پر تا باندې قرآن كرار كرار نازل كړى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 76

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ

نو د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه او له هغوى د هيڅ يو بد عمله او ناشكره خبره مه منه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 76

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ

او د خپل رب نوم دې يادوه سهار او ماښام. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 76

وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟

او د شپې هم سجده ورته كوه او تسبيح يې وايه د شپې په اوږدو كې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 76

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟

په رېښتيا دغه خلك بيړنى شى خوښوي او (راتلونكى) درنه ورځ تر شا پرېږدي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 76

نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟

هغوى خو موږ پيدا كړي او موږ يې اندامونه (بندونه) ورټينګ كړي او كله چې موږ وغواړو په بدل كې به يې نور د هغوى غوندې راولو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 76

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟

بېشكه دا يو نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي لوري ته دې لار ونيسي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 76

وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

او د الله له خوښې پرته تاسې څه نه شئ غوښتی، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځيرك دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 76

یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠

چاته يې چې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او د ظالمانو لپاره يې دردوونكى عذاب چمتو كړى دی. info
التفاسير: