ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - රුව්වාද් පරිවර්තන මධ්‍යස්ථානය

පිටු අංක:close

external-link copy
88 : 20

فَاَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ فَقَالُوْا هٰذَاۤ اِلٰهُكُمْ وَاِلٰهُ مُوْسٰی ۚۙ۬— فَنَسِیَ ۟ؕ

بيا يې د خوسكي يوه څېره ورته راووېسته چې رمباړه يې هم درلوده، نو دوى وويل چې همدا ستاسو معبود هم دى او د موسىٰ -علیه السلام- معبود هم، خو له هغه هېر شوى. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 20

اَفَلَا یَرَوْنَ اَلَّا یَرْجِعُ اِلَیْهِمْ قَوْلًا ۙ۬— وَّلَا یَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ۟۠

آيا نو دوى نه ګوري چې هغه نه خبره ورګرځولاى شي او نه دوی ته د تاوان او ګټې واک لري؟ info
التفاسير:

external-link copy
90 : 20

وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هٰرُوْنُ مِنْ قَبْلُ یٰقَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ ۚ— وَاِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمٰنُ فَاتَّبِعُوْنِیْ وَاَطِیْعُوْۤا اَمْرِیْ ۟

او هارون -علیه السلام- لارړومبى ورته ويلي و چې ای زما قومه! تاسو په دې سره ازميښت كې غورځېدلي ياست، او يقيناً ستاسو رب خو رحمن دى نو ما پسې راځئ او خبره مې ومنئ. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 20

قَالُوْا لَنْ نَّبْرَحَ عَلَیْهِ عٰكِفِیْنَ حَتّٰی یَرْجِعَ اِلَیْنَا مُوْسٰی ۟

هغوى وويل: خامخا به د هغه په عبادت ټينـګ ولاړ يو څو چې موږ ته موسىٰ راستون شي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 20

قَالَ یٰهٰرُوْنُ مَا مَنَعَكَ اِذْ رَاَیْتَهُمْ ضَلُّوْۤا ۟ۙ

(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ای هارونه! كله چې د هغوى بې لاريتوب دې وليد نو څه شي ايسار كړى وې؟ info
التفاسير:

external-link copy
93 : 20

اَلَّا تَتَّبِعَنِ ؕ— اَفَعَصَیْتَ اَمْرِیْ ۟

دا چې زما متابعت دې ونكړ، آيا زما له امره دې سرغړونه وكړه؟ info
التفاسير:

external-link copy
94 : 20

قَالَ یَبْنَؤُمَّ لَا تَاْخُذْ بِلِحْیَتِیْ وَلَا بِرَاْسِیْ ۚ— اِنِّیْ خَشِیْتُ اَنْ تَقُوْلَ فَرَّقْتَ بَیْنَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِیْ ۟

ووېل (هارون -علیه السلام-) ای زما د مور زويه! مه مې له ږيرې نيسه او مه له سره، زه خو له دې وډار شوم چې بيا به ته وايې: د بني اسرائيلو ترمنځ دې بېلتون واچولو او زما وينا ته دې ونه كتل. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 20

قَالَ فَمَا خَطْبُكَ یٰسَامِرِیُّ ۟

(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: سامريه ستا څه خبره وه؟ info
التفاسير:

external-link copy
96 : 20

قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ یَبْصُرُوْا بِهٖ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ اَثَرِ الرَّسُوْلِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذٰلِكَ سَوَّلَتْ لِیْ نَفْسِیْ ۟

(سامري) وویل: ما داسې څه كتلي وو چې هغوى نه وو كتلي، نو د هغه رسول (جبريل -علیه السلام-) له پله مې يو موټى راپورته كړ او هغه مې بيا وغورځولو، په همدې توګه زما نفس يو څه راته ښكلي كړل. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 20

قَالَ فَاذْهَبْ فَاِنَّ لَكَ فِی الْحَیٰوةِ اَنْ تَقُوْلَ لَا مِسَاسَ ۪— وَاِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهٗ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰۤی اِلٰهِكَ الَّذِیْ ظَلْتَ عَلَیْهِ عَاكِفًا ؕ— لَنُحَرِّقَنَّهٗ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهٗ فِی الْیَمِّ نَسْفًا ۟

(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ځه نو، ته به ټول ژوند همدا وايې چې (لاس مه راوړئ!) او يقيناً ستا لپاره يوه وعده ده چې هېڅكله به يې مخالفت ونه كړى شي، او خپل هغه معبود ته دې ګوره چې ته يې په عبادت ټينـګ ولاړ وې، موږ به هغه وسوځوو او ميده ميده به يې په سيند كې ورواچوو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 20

اِنَّمَاۤ اِلٰهُكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَسِعَ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ۟

بې شکه ستاسو معبود هماغه الله دى چې له هغه پرته كوم بل معبود نشته، له هر څه نه د هغه علم راچاپېر دى. info
التفاسير: