ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - රුව්වාද් පරිවර්තන මධ්‍යස්ථානය

පිටු අංක: 17:2 close

external-link copy
113 : 2

وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ لَیْسَتِ النَّصٰرٰی عَلٰی شَیْءٍ ۪— وَّقَالَتِ النَّصٰرٰی لَیْسَتِ الْیَهُوْدُ عَلٰی شَیْءٍ ۙ— وَّهُمْ یَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

يهوديان وايي ، له عیسویانو سره هېڅ حق نشته او عیسویان وايي، له يهودو سره هېڅ حق نشته په داسې حال کې چې دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان هغه خلك هم وايي (دعوه كوي) چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چې دا خلك په کې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 2

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللّٰهِ اَنْ یُّذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ وَسَعٰی فِیْ خَرَابِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ مَا كَانَ لَهُمْ اَنْ یَّدْخُلُوْهَاۤ اِلَّا خَآىِٕفِیْنَ ؕ۬— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي او د هغه په ورانولو کې هڅه کوي، دغه کسان د دې وړ نه دي چې دې جوماتونو ته پرته (د مؤمنانو) له وېرې ننوځي، دوی ته په دنیا کې ذلت دی او په آخرت کې ورته لوی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 2

وَلِلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۗ— فَاَیْنَمَا تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟

ختیځ او لویدیځ خاص الله لره دي، نو هر لوري ته چې مخ وګرځوئ (په لمانځه کې) نو هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډېرې پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 2

وَقَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ لَّهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟

او هغوى (کفار) وايي چې الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى، الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چې څه په آسمانونو او زمکې کې دي ټول د هغه (الله) دی او ټول د هغه د امر منونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 2

بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟

هغه د آسمانونو او زمکې (نوی او پرته له نمونې) پیدا کوونکی دی او هر کله چې د یوه کار اراده وکړي نو وايي هغه کار ته چې وشه! نو هغه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 2

وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ لَوْلَا یُكَلِّمُنَا اللّٰهُ اَوْ تَاْتِیْنَاۤ اٰیَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ؕ— تَشَابَهَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟

او وايي هغه کسان چې نه پوهېږي: ولې الله له موږ سره خبرې نه کوي؟ یا ولې موږ ته یوه نښه (ستا په رښتینولۍ دلالت کوونکې) نه راځي؟ همدا رنګه به ویل هغو کسانو چې پخوا له دوی وو د دوی د خبرو په شان، یو رنګ شوي دي زړونه د دوی، په تحقیق بیان کړي دي موږ آیاتونه هغو خلقو ته چې یقین کوي. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 2

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۙ— وَّلَا تُسْـَٔلُ عَنْ اَصْحٰبِ الْجَحِیْمِ ۟

بېشکه موږ ته لیږلی يې (ای محمده!) په حقه سره زیری ورکوونکی (په جنت) او ویروونکی (له دوزخ). او تا څخه به د دوزخ د خاوندانو په اړه پوښتنه ونشي. info
التفاسير: