ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

පිටු අංක:close

external-link copy
48 : 74

فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشّٰفِعِیْنَ ۟ؕ

د قيامت په ورځ به له پرېښتو، نبيانو او نېکانو څخه د سپارښت کوونکو منځګړيتوب هغوی ته ګټه ونه رسوي، ځکه د سپارښتنې له شرطونو څخه دا دي چې د چا سپارښتنه کيږي له هغه به الله راضي وي.
info
التفاسير:

external-link copy
49 : 74

فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ

څه شي دغه مشرکان له قرآنه مخ اړوونکي ګرځولي دي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 74

كَاَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنْفِرَةٌ ۟ۙ

هغوی په مخ اړولو او له هغه څخه په تېښته کې لکه وحشي خره داسې دي چې ډېر سخت ترېدلي وي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 74

فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ ۟ؕ

له زمري څخه له وېرې تښتېدلي وي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 74

بَلْ یُرِیْدُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّؤْتٰی صُحُفًا مُّنَشَّرَةً ۟ۙ

بلکې هر یو له دغو مشرکانو غواړي چې د هغه له سر سره دې داسې غوړېدلی کتاب وي چې پردې خبره يې خبروي چې محمد د الله له لورې رسول دی، د دې خبرې لامل د دلايلو کموالی او د حجتونو کمزوري نه ده، بلکې هغه عناد او لويي ده. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 74

كَلَّا ؕ— بَلْ لَّا یَخَافُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ

امر داسې نه دی، بلکې د هغوی په لارورکۍ کې د زيادت لامل دا دی چې هغوی د آخرت پر عذاب ايمان نه لري؛ نو پر خپل کفر پاتې دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 74

كَلَّاۤ اِنَّهٗ تَذْكِرَةٌ ۟ۚ

خبر اوسئ بېشکه دغه قرآن يو نصيحت او ور يادوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 74

فَمَنْ شَآءَ ذَكَرَهٗ ۟ؕ

نو څوک چې غواړي قرآن ولولي او نصيحت ترې واخلي ودې لولي او نصيحت دې ترې واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 74

وَمَا یَذْكُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— هُوَ اَهْلُ التَّقْوٰی وَاَهْلُ الْمَغْفِرَةِ ۟۠

او يوازې هغه خلک ترې نصيحت اخېتسلای شي چې الله د هغوی نصيحت اخېستل وغواړي، الله پاک د دې وړ دی چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کول ترې وېره وشي، او د دې واک لري چې د بندګانو ګناهونه يې وبښي کله چې هغوی توبه ورته وباسي. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• مشيئة العبد مُقَيَّدة بمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله تر خوښې پورې تړلې ده. info

• حرص رسول الله صلى الله عليه وسلم على حفظ ما يوحى إليه من القرآن، وتكفّل الله له بجمعه في صدره وحفظه كاملًا فلا ينسى منه شيئًا.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه څه په يادولو حرص کول چې له قرآنه به وحي ورته کېده، او الله د هغه لپاره د هغه په سينه کې جمع کول او داسې بشپړ يادول چې بيا هيڅ هم ترې هېر نه شي پر غاړه واخېستل. info