ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

පිටු අංක:close

external-link copy
74 : 6

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ اٰزَرَ اَتَتَّخِذُ اَصْنَامًا اٰلِهَةً ۚ— اِنِّیْۤ اَرٰىكَ وَقَوْمَكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې د الله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې د حق د لارې نه، چې تاسو د الله تعالی نه پرته د بل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق د بندګۍ دی، او د هغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 6

وَكَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ ۟

او لکه څرنګه چې مو ورته د خپل پلار او د خپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي د اسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ د دې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ د الله تعالی په یووالی او د هغه په یواځې د عبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او د دې لپاره چې د یقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 6

فَلَمَّا جَنَّ عَلَیْهِ الَّیْلُ رَاٰ كَوْكَبًا ۚ— قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَاۤ اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ ۟

نو هر کله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه، یو ستوری یې ولیده، ویې ویل: دا زما رب دی، نو هر کله چې هغه ستوری پټ شو ویې ویل: بیشکه زه نه خوښوم هغه څوک چې پټیږي؛ ځکه چې ریښتونی او په حق سره معبود همیشه حاضر وي نه پټیږي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 6

فَلَمَّا رَاَ الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَىِٕنْ لَّمْ یَهْدِنِیْ رَبِّیْ لَاَكُوْنَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّیْنَ ۟

او هر کله چې یې سپوږمۍ راختونکې ولیدله ویې ویل: دا زما رب دی، هر کله چې پټه شوه ویې ویل: که چیرته ماته زما رب توفیق رانه کړي د هغه د یووالي او یوازې د هغه د عبادت کولو نو خامخا زه به د هغه چا څخه شم چې د حق دین نه لرې وي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 6

فَلَمَّا رَاَ الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَكْبَرُ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَتْ قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟

او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا د ستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم د هغه څه نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 6

اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ

بیشکه ما خالص کړی دین خپل هغه ذات ته چې پیداکړی یې دي اسمانونه او زمکه پرته له کوم مخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، مایله یم د شرک نه خالص توحید ته، او زه نه یم د هغو مشرکانو له ډلې نه چې د الله تعالی سره د بل چا بندګي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 6

وَحَآجَّهٗ قَوْمُهٗ ؕ— قَالَ اَتُحَآجُّوْٓنِّیْ فِی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنِ ؕ— وَلَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا ؕ— وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

او جګړه وکړه د هغه سره قوم د هغه چې مشرکان وو د الله تعالی په یووالي کې، او هغه یې د خپلو بتانو څخه وویراوه، نو هغه ورته وویل: آیا تاسو ماسره د الله تعالی په توحید او د هغه د یوازې عبادت مستحق ګڼلو کې جګړه کوئ، او حال دا دی چې توفیق راکړی ماته رب زما خپل طرف ته، او زه ستاسو د بتانو څخه نه ویریږم، ځکه چې هغه د ضرر ورکولو اختیار نه لري چې ما ته ضرر راورسوي او نه د فایدې ورکولو اختیار لري چې فایده به ماته راکړي مګر که الله تعالی وغواړي، ځکه چې الله تعالی چې څه وغواړي هغه کیدونکي دي، او سره د علم د الله تعالی نه په هر شي باندې نو په هغه باندې هیڅ شی په زمکه او اسمان کې پټ نه شي پاتې کیدلی، نو آیا تاسو ولې پند نه اخلئ -ای زما قومه- د هغه څه نه چې تاسو پکې یاست د کفر کولو نه په الله تعالی او په هغه باندې دشرک کولو نه نو تاسو به یوازې په هغه ایمان راوړئ. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 6

وَكَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا ؕ— فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۘ

او څرنګه به زه وویریږم د هغو بوتانو نه چې تاسو یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوئ، او حال دا چې تاسو نه ویریږئ ستاسو د شرک کولو نه د الله تعالی سره کله چې تاسو د هغه سره هغه څوک شریکوئ چې هغه پیداکړي- پرته له کوم دلیل نه ستاسو سره - د هغو په بندګۍ؟۱ نو کومه یوه د دوو ډلو نه: د موحدینو ډله او که د مشرکینو ډله ډیره حقداره ده په امن او د عذاب نه په ژغورلو؟ که چیرته تاسو حقداره ډله پیژنئ نو تابعداري یې وکړئ، او حقداره د دې دواړو ډلو نه -بی له شکه- د موحدینو مومنانو ډله ده. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• الاستدلال على الربوبية بالنظر في المخلوقات منهج قرآني.
د الله تعالی په ربوبیت باندې دلیل نیول په نظر کولو سره په مخلوقاتو کې د قران کریم منهج دی. info

• الدلائل العقلية الصريحة توصل إلى ربوبية الله.
عقلي صریح دلیلونه انسان د الله تعالی ربوبیت ته رسوي. info