ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

external-link copy
10 : 34

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ مِنَّا فَضْلًا ؕ— یٰجِبَالُ اَوِّبِیْ مَعَهٗ وَالطَّیْرَ ۚ— وَاَلَنَّا لَهُ الْحَدِیْدَ ۟ۙ

او پرته له شکه داؤد عليه السلام ته مو له خپل لوري نبوت او پاچايي ورکړل او غرونو او مرغانو ته مو وويل: له داؤد سره يوځای پاکي بيانوئ، د هغه لپاره مو وسپنه نرمه وګرځوله تر څو چې کوم سامانونه غواړي ترې جوړ يې کړي.
info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• تكريم الله لنبيه داود بالنبوة والملك، وبتسخير الجبال والطير يسبحن بتسبيحه، وإلانة الحديد له.
د الله له لوري د خپل نبي داود درناوی په نبوت او پاچايي سره او د غرونو په تابع کولوسره او دا چې مرغانو له هغه سره سمه پاکي بيانوله او د هغه له لپاره د وسپنې په نرمولو سره. info

• تكريم الله لنبيه سليمان عليه السلام بالنبوة والملك.
د الله له لوري د خپل نبي سليمان عليه السلام درناوی په نبوت او پاچايي سره. info

• اقتضاء النعم لشكر الله عليها.
د نعمتونو غوښتنه پر هغو د الله شکر اېستل دي. info

• اختصاص الله بعلم الغيب، فلا أساس لما يُدَّعى من أن للجن أو غيرهم اطلاعًا على الغيب.
د پټو پوهه تر الله پورې ځانګړې ده، نو دا خبره هيڅ بنسټ نه لري کوم چې پېريان او نور خلک پر پټو د پوهې دعوی کوي. info