ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

පිටු අංක:close

external-link copy
78 : 3

وَاِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِیْقًا یَّلْوٗنَ اَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتٰبِ لِتَحْسَبُوْهُ مِنَ الْكِتٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتٰبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او بېشکه له یهودو څخه یو ډله ده چې خپلې ژبې اړوي پر هغه څه چې د الله له لوري نازل شوي تورات څخه نه دي، څو تاسو ګومان کوئ چې دوی تورات وایي، خو هغه تورات نه دی، بلکې هغه د دوی له دروغو څخه دي چې په الله یې تړلي، او دوی وایي: هغه څه چې مونږ لولو د الله لخوا نازل شوي، خو هغه د الله لخوا نه دي، او په الله دروغ وایي په داسې حال چې دوی په الله او د هغه په پېغمبرانو خپل دروغ پېژني. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 3

مَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّؤْتِیَهُ اللّٰهُ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ یَقُوْلَ لِلنَّاسِ كُوْنُوْا عِبَادًا لِّیْ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُوْنَ الْكِتٰبَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

هېڅ بشر ته نه ښایي چې الله تعالی ده ته له خپل لوري څخه نازل شوی کتاب ورکړی وي، او پوهه یې ورکړې وي، او پېغمبر یې غوره کړی وي؛ بیا خلکو ته ووایي: تاسو له الله پرته زما بندګان شئ، بلکې دوی ته وایي: تاسو عمل کوونکي عالمان شئ، د خلکو پالونکي شئ، د دوی د کارونو سموونکي شئ ځکه چې تاسو هغه کتاب زده دی چې خلکو ته نازل شوی، او لدې کبله چې تاسو له دې درس کاوه په یادو او په پوهه یې. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 3

وَلَا یَاْمُرَكُمْ اَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَالنَّبِیّٖنَ اَرْبَابًا ؕ— اَیَاْمُرُكُمْ بِالْكُفْرِ بَعْدَ اِذْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠

او -همدا راز- نه ښایي ده ته چې تاسو ته امر وکړي په دې چې ملائکې او پېغمبران په الوهیت ونیسئ چې له الله پرته یې عبادت کوئ، آیا روا دي د ده څخه چې تاسو ته امر وکړي په الله باندې د کفر کولو پس له غاړې ایښودلو او تسلیمېدلو ستاسو ده ته؟! info
التفاسير:

external-link copy
81 : 3

وَاِذْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ النَّبِیّٖنَ لَمَاۤ اٰتَیْتُكُمْ مِّنْ كِتٰبٍ وَّحِكْمَةٍ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهٖ وَلَتَنْصُرُنَّهٗ ؕ— قَالَ ءَاَقْرَرْتُمْ وَاَخَذْتُمْ عَلٰی ذٰلِكُمْ اِصْرِیْ ؕ— قَالُوْۤا اَقْرَرْنَا ؕ— قَالَ فَاشْهَدُوْا وَاَنَا مَعَكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟

او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې الله کلکه ژمنه له پېغمبرانو څخه واخیستله او ورته یې وویل: کله مې چې هم کوم کتاب تاسو ته درکړ چې پر تاسو یې نازل کړم، او کوم حکمت چې مې تاسو ته وښودلو، او که تاسو څخه یو کس هر څومره لوړې مرتبې ته ورسېده، او بیا تاسو ته زما لخوا پېغمبر راشي چې محمد صلی الله علیه وسلم دی باورونکی وي د هغه کتاب او حکمت چې تاسو سره دي؛ نو خامخا به تاسو په هغه څه باور لرئ چې هغه راوړي وي، او خامخا به یې مرسته کوئ په تابعداري کولو سره، نو آیا تاسو پدې اقرار کوئ -ای پېغمبرانو-، او زما کلکه ژمنه مو پرې واخیسته؟ نو په ځواب کې یې وویل: مونږ اقرار پرې کوو، الله تعالی وویل: په خپلو ځانونو او خپلو امتونو شاهدان اوسئ، او زه هم تاسو سره پر تاسو او هغوی له شاهدانو څخه یم. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 3

فَمَنْ تَوَلّٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟

نو څوک چې د الله لخوا او د هغه د پېغمبرانو په شاهدۍ له دې کلکې ژمنې وروسته وګرځېد، نو همدوی د الله له دین او د هغه له تابعدارۍ څخه بهر دي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 3

اَفَغَیْرَ دِیْنِ اللّٰهِ یَبْغُوْنَ وَلَهٗۤ اَسْلَمَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّاِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟

آیا د الله له هغه دین څخه پرته چې د بندګانو لپاره یې غوره کړی -چې اسلام دی- نور څه غواړي دا د الله له دین او تابعدارۍ څخه وتلي خلک؟! او ده لره غاړه ایښودلې او تسلیم شوي هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي له مخلوقاتو څخه، په خوښه ده ته د مومنانو د حال په څېر، او په نا خوښه د کافرانو د حال په څېر، بیا ده ته ټول مخلوقات د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځي. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• ضلال علماء اليهود ومكرهم في تحريفهم كلام الله، وكذبهم على الناس بنسبة تحريفهم إليه تعالى.
د یهودو د علماوو بې لارېتوب او د دوی چل د الله د کلام په اړولو کې، او په خلکو د دوی دروغ ویل په منسوبولو د تحریف د دوی الله تعالی ته. info

• كل من يدعي أنه على دين نبي من أنبياء الله إذا لم يؤمن بمحمد عليه الصلاة والسلام فهو ناقض لعهده مع الله تعالى.
هر هغه څوک چې دعوه لري چې زه د الله د پېغمبرانو څخه د یو پېغمبر په دین یم، کله چې په محمد صلی الله علیه وسلم باور نلري نو دا د الله سره ژمنه ماتوونکی دی. info

• أعظم الناس منزلةً العلماءُ الربانيون الذين يجمعون بين العلم والعمل، ويربُّون الناس على ذلك.
په خلکو کې ستره مرتبه د رباني علماوو ده چې علم او عمل سره یو ځای کوي، او خلک هم په همدې سره پالي. info

• أعظم الضلال الإعراض عن دين الله تعالى الذي استسلم له سبحانه الخلائق كلهم بَرُّهم وفاجرهم.
ستر بې لارېتوب د الله له هغه دین څخه مخ اړول دي چې الله ورته مخلوقات تابع کړي دي، نیک کار او بد کار ټول. info